څو میاشتې وړاندې، له هېواد څخه تښتېدلو سیاسي څېرو تر یوې نمایشي مجازي غونډې وروسته داسې غوغا جوړه کړه، چې ګواکې د طالبانو مخالفې څېرې په بشپړه همغږۍ سره راټول شوي او ترمنځ یې هېڅ ډول اختلاف شتون نه لري. د دې خبر له خپرېدو وروسته، ګڼ شمېر هغو رسنیو چې د یادو کسانو د شالید او ماهیت په اړه یې کره او ژور معلومات نه درلودل، دا ادعاوې په پوره خوشبینۍ سره منعکس کړې او داسې وښودل شوه لکه یوه منظمه، همغږې او منسجمه سیاسي جبهه چې د جوړېدو په حال کې وي.
خو هندوکشغږ له هماغه پیل څخه، د دې اشخاصو تېرو سیاسي کارنامو او مخینې ته په کتو، اعلان شوی یووالی تر ثابت حقیقت ډېر یو تبلیغاتي شعار وباله او د دوی ترمنځ یې پر پټو اختلافاتو خبرې وکړې.
هغه مهال د «افغانستان د ژغورنې(!) لپاره د یووالي» شعار په پراخه کچه په ټولنیزو رسنیو کې تکرارېده. د همغږۍ، له تېرو شخړو د تېرېدو او د تاریخي اختلافاتو د پرېښودو خبرې کېدې او هڅه روانه وه چې د یوه واحد او همغږي جریان نوې څېره وړاندې شي. خو دې ټولو څرګندونو د عملي او جوړښتي برنامې پر ځای تر ډېره تبلیغاتي بڼه درلوده، ځکه نه کوم روښانه ګډ منشور اعلان شو او نه هم د راتلونکي لپاره څرګنده او تعریف شوې تګلاره وړاندې شوه.
اوس چې له هغې نمایشي غونډې څو میاشتې تېرې شوې دي، اختلافات او ټکرونه یو په بل پسې راڅرګندېږي. هغه څه چې پخوا به رد کېدل، نن خپله د دوی له خولې د اعتراف په بڼه اورېدل کېږي. د بېلګې په توګه، حنیف اتمر په رسمي ډول څرګنده کړې چې د جوړښت دننه د جدي اختلافاتو له امله د سولې او عدالت(!) ګوند له اوولسو غړو څخه پنځه تنه یې جلا شوي دي. دا اعتراف یوازې د هغو ژورو درزونو یوه بېلګه ده چې له لومړۍ ورځې موجود وو، خو د یووالي د شعارونو تر سیوري لاندې پټ ساتل کېدل.
حقیقت دا دی چې یادې څېرې له فکري، سیاسي او حتی شخصيتي اړخه ژور او پایدار ګډ بنسټ نه لري. هر یو له بېلابېلې او کله ناکله متضادې مخینې سره ډګر ته داخل شوی، د دوی سیاسي مخینه له سیالۍ، بې باورۍ او آن مستقیمو تقابلي اړیکو څخه ډکه ده. په داسې حال کې څنګه تمه کېدای شي، هغه کسان چې کلونه یې د شخصي ګټو لپاره یو له بل سره سیالي کړې، ناڅاپه یوه رښتیني او دوامداره یووالي ته ورسېږي؟
د دوی ترمنځ د نه جوړجاړي یو اساسي لامل شخصي ګټو ته ژمنتیا ده. ډېری دغه کسان د دې پر ځای چې ملي موخو ته لومړیتوب ورکړي، د خپل مقام، نوم او فردي نفوذ د ساتلو او پراخولو هڅه کوي. له همدې امله، هره ګډه پرېکړه هغه مهال منل کېږي چې د دوی شخصي ګټې پکې خوندي وي؛ هر کله چې احساس کړي ټاکل شوې ونډه یا د پام وړ رول یې کم شوی، سمدستي د بېلتون لاره غوره کوي.
بل مهم لامل د یوه روښانه او تعریف شوي ګډ هدف نه شتون دی، داسې یو هدف چې ټول ورباندې راټول شي، یوازې له یوه نظام سره مخالفت کول د یوه پایدار ائتلاف بنسټ نشي جوړېدلی. یووالی هغه وخت معنی پیدا کوي چې د ګډ پروګرام، ګډو ارزښتونو او لید پر بنسټ رامنځته شي؛ خو په هغه ټولګه کې چې کله نا کله یې د متحد کېدو خبر اورو، هره ډله د یوه ځواک لپاره د چوپړ او د خپلو جېبونو د ډکولو په لټه کې ده.
سربېره پر دې، د خودخواهۍ حس، جاه طلبۍ او د رهبرۍ پر سر سیالۍ هم دا درز لا ژور کړی دی. هر یو ځان د بل په پرتله د ګډ جریان د مشرتابه لپاره وړ بولي او نه غواړي یو د بل تر سیوري لاندې راشي. له همدې امله هغه څه چې پرون په شور او زوږ سره «تاریخي یووالی» بلل کېدل، نن د بېلوالي او په اختلافاتو د رسمي اعترافونو په لړۍ بدل شوي دي. د تېرو څو میاشتو تجربې وښوده چې له رښتینولۍ، منظم پلان او ګډ هدف پرته یووالی، د دې پر ځای چې یو سیاسي واقعیت وي، تر ډېره یو لنډمهالی رسنیز نمایش دی.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
