پاکستان د خپل جغرافیایي موقعیت، تاریخي پس منظر او ستراتیژیکو محاسبو له امله تل د افغانستان لپاره مهم ګاونډی پاتې شوی دی. خو د دې هېواد د تصمیم نیونې دوه موازي محورونه «پوځ او ملکي حکومت» له افغانستان سره د اړیکو په تګلارو کې وخت نا‌ وخت د تضاد او کشمکش ښکار شوي دي، خو د دې هېواد په سیاسي جوړښت کې یوه لویه ستونزه دا ده چې د بهرني سیاست تصمیم یوازې د ملکي حکومت په لاس کې نه دی، بلکې پوځ او استخبارات (ISI) هم په دې برخه کې د پام وړ واک لري. د همدې تضاد له امله د افغانستان او پاکستان اړیکې تل د بې باورۍ او شخړو ښکار پاتې شوي دي.

د پاکستان په جوړښت کې پوځ ځان د دولت د بنسټ اصلي محور بولي. له ۱۹۵۸م څخه بیا تر نن ورځې پوځ څو ځله په ښکاره کودتا کړې او ملکي حکومتونه یې پرځولي دي. د دې تجربو له کبله د پاکستان په سیاسي فرهنګ کې پوځ د یوه موازي دولت په څېر عمل کوي.

د افغانستان جغرافیه او سیاست د پاکستان لپاره حیاتي ارزښت لري. پوځ هڅه کوي افغانستان د ستراتیژیک عمق په توګه وکاروي، خو ملکي مشران زیاتره وخت د سوداګرۍ، ترانزیټ او سیاسي همکاریو خبرې کوي.

ملکي حکومتونه په اسلام‌اباد کې په عمومي ډول هڅه کوي چې له افغانستان سره د سوداګریزو، سیاسي او ټولنیزو اړیکو د عادي کولو پروسې پرمخ یوسي. د هغوی محاسبه دا ده چې د اوږد‌مهاله ثبات لپاره باید د دوه اړخیزو اړیکو فضا د باور پر بنسټ ودانه شي. د ملکي حکومتونو چارواکي عموماً د اقتصادي ګټو او د نړۍوالو فشارونو له امله اړ کېږي چې له کابل سره د سولې او همکارۍ په لور ګامونه واخلي.

له بلې خوا، د پاکستان پوځ د بهرني سیاست تر ټولو ستر تصمیم نیوونکی ګڼل کېږي. پوځ د افغانستان په وړاندې د خپلې ژورې ستراتیژۍ له مخې د هغو ډلو ملاتړ کوي چې د افغانستان د مرکزي حکومت مخالفین دي. په همدې لړ کې، پوځ په منظم ډول غونډې جوړوي، وسله وال مخالفین هڅوي او د افغانستان د دولتونو پر ضد د جګړې لپاره د هغوی ملاتړ کوي. د پوځ هدف د دې تګلارې له لارې د افغانستان په چارو کې د دوامداره نفوذ ساتل او د خپل ځان لپاره د ستراتیژیک عمق تأمین دی.

ملکي حکومت د دیپلوماتیکو سفرونو، رسمي لیدنو او د سوداګرۍ تړونونو له لارې اړیکې عادي کول غواړي، خو پوځ بیا د نا امنیو په رامنځ ته کولو، د مخالفینو په تمویل او د فشار په واردولو سره هڅه کوي چې افغانستان د خپلې اجنډا تر سیوري لاندې وساتي او د وسله‌والو ډلو په وسیله د افغانستان پر حکومت فشار واچوي او د خپلو ستراتیژیکو موخو لپاره افغانستان نا امنه وساتي او دغه دوه‌مخیز چلند د دې لامل شوی چې افغانستان پر پاکستان هېڅکله د باور فضا رامنځ ته نه کړي.

دا دوه اړخیز تضاد په عملي ډول د دې لامل شوی چې پاکستان د یو متحد سیاست لرونکي هېواد پر ځای د دوه‌مخۍاو دوه‌ګوني چلند په توګه وپېژندل شي. بهرني څارونکي پاکستان یو داسې هېواد ګڼي چې د ملکي – نظامي اړیکو د ګډوډۍ ښکار دی. د نړۍوالې ټولنې په نظر، تر هغه چې پوځ په سیمه کې د جګړې د دوام لپاره خپلې پټې اجنډاوې پرمخ وړي، د پاکستان ملکي حکومت نشي کولی د افغانستان سره د باور پر بنسټ اوږدمهاله اړیکې ټینګې کړي.

یو لوري ته د پاکستان پوځ د ترهګرۍ پر ضد د نړۍوالو ملاتړ غواړي، خو بل لوري ته په سیمه کې د وسله‌والو ډلو د ملاتړ له لارې خپل نفوذ ساتي. دا دوه‌مخې تګلاره د افغانستان پر وړاندې په څرګند ډول لیدل کېږي او داسې مستند شواهد هم شته چې د پاکستان استخباراتي کړۍ د داعش ډله په سیمه کې د فشار د یوې وسیلې په توګه کاروي. موخه یې دا ده چې د افغانستان د ننه بې ثباتي زیاته کړي او افغان حکومت تر فشار لاندې راولي.

د پاکستان پوځ په وروستیو څلورو کلونو کې هڅه کړې چې په افغانستان کې د مخالفو ډلو ملاتړ وکړي او بیا بیرته پر افغان حکومت د پاکستان د مخالفو ډلو د حمایت ناسم تورونه پوري کړي. دا د نفوذ ساتلو او د ستراتیژیک عمق د پالیسۍ برخه ده چې پاکستان له همدې پالیسۍ څخه هېڅ وخت نه په شا کېږي.

د پاکستان د ملکي حکومت او پوځ ترمنځ کشمکش د دې لامل شوی چې له افغانستان سره د دې هېواد اړیکې تل له شخړو، بې باورۍ او تضاد سره مخ وي. تر هغه چې په پاکستان کې د بهرني سیاست بشپړ واک د ملکي حکومت په لاس کې ور ټول نشي او پوځ د جګړې پروژې له سیاست څخه جلا نه کړي، د افغانستان او پاکستان اړیکې به د رښتینې دوستۍ پر ځای د سیاسي لوبو او تاکتیکي ګټو ښکار وي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version