لیکوال: عادل افغان
پاکستان د اسلامي امارت او افغان ملت له حُسن نیت او ښه ګاونډیتوب سره سره، نن سهار نږدې دری نیمې بجې یوځل بیا د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په لمنه سیمه کې او د خوست ولایت د سپیرې ولسوالۍ په افغان دوبۍ سیمه کې د عامو وګړو پر کورونو وحشیانه بمباري کړې، چې د راپورونو له مخې، په پکتیکا کې د دریو ښځو او دریو ماشومانو په ګډون شپږ تنه شهیدان شوي او یو کور نړېدلی او په خوست ولایت کې دوې ښځې شهیدانې شوي او یو کور هم نړېدلی دی.
پاکستاني حکومت ظاهراً ویلي چې دغه برید یې د ټي ټي پي د قوماندان عبدالله شاه پر کور کړی، په داسې حال کې چې عبدالله شاه تازه د یوه ویډیويي کلېپ په خپرولو سره د پاکستاني حکومت دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې نوموړی په وزیرستان کې دی.
په ورته مهال ملي دفاع وزارت بیا ویلي، چې د پاکستان د دغه تیري کوونکي اقدام په غبرګون په ځوابي بریدونو کې یې د فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځ ګڼې پوستې په درنو وسلو په نښه کړې دي.
ملي دفاع وزارت دغه راز د یوې اعلامیې په خپرولو سره خبرداری ورکړی: « د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونه د هر ډول تیري کوونکو ځواب ته چمتو دي او په هر ډول حالاتو کې به د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع کوي»
په ورته مهال، په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ويډیوګانو کې هم ښکاري چې د اسلامي امارت پوځ د پکتیا له ډنډپټان سره څېره او د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ملېشو او عسکرو پوستې په درنو توپونو او وسلو په نښه کوي چې له کبله یې پراخه ویجاړي رامنځته شوې ده.
بل خوا پاکستاني رسنیو ویلي چې افغان لوري په ځوابي برید کې مظهر جهان په نوم د پاکستاني پوځ لوړ پوړی افسر وژل شوی او ګڼ شمېر نور پاکستاني عسکر ټپيان شوي دي.
پاکستان دا برید داسې مهال کوي، چې هېواد یې د ناکاره او پرديپاله پوځي او سیاسي مشرانو د پرله پسې محاسبوي تېروتنو له کبله دغه هېواد په امنیتي، سیاسي او اقتصادي لحاظ د کړنګ پر غاړه درولی دی.
پاکستان په دغه برید سره وښوده چې هېڅ ډول اسلامي، نړیوالو او د ښه ګاونډیتوب اصولو ته ژمن نه دی او ان په روژه کې هم د بې ګناه ماشومانو او ښځو ژوند ورته هېڅ ارزښت نه لري.
پاکستان محاسبوي تېروتنې کړې او د دغه ډول هر تېري کوونکي برید پایله به یې غاښ ماتوونکی ځواب وي، چې دا چاره به یې په نړۍ کې له لاسه وتلی اعتبار لا پسې بې اعتباره کړي.
افغانستان نن خپل څښتن لري او دغه څښتن یې ټولو ته ثابته کړې چې د هېواد لوېشت لوېشت خاوره د خپلو وینو او سرونو په نذرانې کولو سره ساتي او له هر تيري ګر څخه به د هېواد د هر انسان څه چې د حیوان او آن بوټي پوښتنه کوي.
افغانستان نن داسې څښتن لري چې تېر شل کاله یې د امریکايي استکبار په ګډون ۴۲ تیري کوونکو ته هرڅه د سر په کاسه کې ورکړل، پاکستان دې تر دا ډول محاسباتي تېروتنو مخکې لومړی د افغانستان تېر تاریخ او په ځانګړې توګه د وروستیو څو لسیزو سرښندنې او مبارزې وریادې کړې، دې خاورې ته دې په کمه نه ګوري، دا خاوره د امپراتوریو هدیره ده، دلته په هره دښته، هر غره او میرو کې لا هم د انګرېز، روسي او امریکايي اشغالګرو ککرۍ او هډوکي پراته دي.
پاکستان دې نور د خپلو تېروتنو او ناکامیو پړه پر موږ نه را اچوي. د پاکستان ستونزه خپل مفسد، پردیپال او امریکايي لاسپوڅي پوځي او سیاسي مشران دي، د پاکستان ستونزه هلته په بلوچستان، وزیرستانونو او نورو ځایونو کې له بلوڅانو، پښتنو او سندیانو سره د روانو وحشتونه زېږنده ده.
ټي ټي پي، بلوڅ ازادي غوښتونکي غورځنګ او هلته نورې وسله والې ډلې او نهضتونه ټول په دغه هېواد کې له مېشتو پرګنو سره د پاکستاني پوځ او استخبارتي ادارو د ظلمونو او وحشتونو پایله ده.
د پاکستان ستونزه نه په افغانستان کې شته او نه په افغانستان کې حل کېدونکې ده، بلکې پاکستان له خپلې لمنې اور اخیستی دی او اړینه ده چې د خپلې لمنې اور په خپله خاموش کړي، پاکستان دې په څنګ او ګاونډ کې ځان ته نور اورونه نه بلوي، کنه دا اور به یې دا ځل ټول بدن داسې وسوځوي چې بیا به یې علاج نه په لندن کې کېږي او نه هم په واشنګټن کې.
د پاکستان ملت، مذهبي او قومي مشران اوس مسوولیت لري چې د خپلو مفسدو او پردیپالو پوځي او سیاسي مشرانو د دا ډول تېروتنو مخه ونیسي، نور پرې نه ږدي چې دا هېواد بیا د غرب د پروژو قرباني کړي، پاکستان دې لومړی په کور دننه خپل ټپونه تداوي کړي، هلته دې د پښتنو، بلوڅانو او نورو قومونو سره روان وحشتونه او ظلمونه ودروي، بیا دې وګوري چې څنګه یې امنیت ټينګېږي.
پاکستان دې خپلې الوتکې پر خپل مسلمان ګاونډي او بیا بې ګناه ماشومانو او مېرمنو د بمبارۍ لپاره نه کاروي، بلکې د هغه باطل پرست ګاونډي پر ضد یې دې وکاروي چې نیمه خاوره یې ترې قبضه کړې او ورځ تر بلې یې نوره هم تر لاندې کوي.
اسلامي امارت اوس هم د پاکستان پر وړاندې له پوره زغمه کار اخیستی، دا غبرګون خو ډېر کم او په ټيټه کچه و، که پاکستاني پوځ بیا داسې تېروتنه کوي، دا ځل به له داسې ځواب سره مخ شي، چې هند او بنګله دېش سره شوې جګړې به یې له یاده ووځي.
په هر صورت، پاکستاني ملت، سیاسي ګوندونه او مذهبي مشران باید د خپل هېواد د بقا او نجات لپاره لاس پر کار شي، پر نه ږدي چې پر کور دننه له ناوړه امنیتي، سیاسي او اقتصادي کړکېچن وضعیت او په ګاونډ کې له هند او بنګله دېش سره پر دښمنۍ سربېره، ځان ته بل دښمن هم وتوږي، دوی دې زموږ له ښه نیت او ښه ګاونډیتوب ناوړه ګټه نه اخلي او نه دې هم امارت ته د کرزي او اشرف غني د حکومتونو په سترګه ګوري.
افغانستان اوس یو خپلواک او پیاوړی حکومت، پوځ او ملت لري چې د خپل هېواد له انچ انچ خاورې په دفاع کې د سرونو نذرانې ته چمتو دي.
پاکستان که هره ستونزه او اندېښنه لري، د خبرو او ډيپلوماسۍ له لارې دې یې مطرح کړي، دواړه هېوادونه په کابل او اسلام اباد کې سفارتونه لري د هغو له لارې دې یې مطرح او حل کړي.
د فشار پالیسي به ناوړه پایلې ولري او که دغه هېواد بیا د کومې پروژې فکر په سر کې لري چې په افغانستان کې به یې پلې کړي او یا به اوسني افغان حکومت ته څه ستونزې جوړې کړي، دا فکر دې اوبو ته ووايي او ګور ته دې ورسره یوسي. اوسنی حکومت په ملت کې دومره ژورې ريښې لري چې تر اخرین افغان پورې به یې دفاع ته درېږي.
د تقابل، فشار، زور او بې ځایه تورونو سیاست ناکام دی، نتیجې یې منفي دي او که پاکستان خپله دا پالیسي بدله نه کړي، په بشپړه توګه د پاشل کېدو شونتیا یې ورسره تړلې ده.