ارغوان وطنیار
افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د دوښمنانو تر بریدونو لاندې راغلی، پرته له شل کلن اشغال چې وطن ته یې جنګونه راوړل مګر د هېڅ برید ځواب یې نه لاره.
طالبان د دې وطن حلالوني زامن دي، د دې وطن د مالکیت حِس لري، دا وطن یې د ایمان برخه ده، نه يې د پنځوسو یرغلګرو ځواکونو ترمنځ اشغال وزغامه او نه یې له فتحې وروسته په افغانستان د چا تېری زغملی او په ډېر متانت او قوت یې د یرغلګرو هجومونه مات کړي او د دوی په زړونو کې د طالب وېره ننوتې.
له فتحې سره هم مهاله د ننګرهار د استخباراتو د وخت رئیس قدرمن ډاکټر صیب بشیر سرحدي پوستې لیدلې او هلته په سرحد کې یې د پاکستان یو پوځي ته وویل، که دې په سهوه کې هم زموږ د خاورې خوا ته وکتل سترګې در باسوو، په دې پوه شئ چې موږ هغه پخواني واکداران نه يوو چې ستاسو هرې ګستاخۍ ته سرونه او سترګې ټيټې کړو. نړۍ د طالبانو مزاج درک کړی، که دا خوار ګاونډیان له سپک نظر کولو وانه وړي ښایي له خپلو وسلو سره وسوځي.
موږ لوږه زغملی شو، غربت زغمو، سخته زغمو، خو غلامي نه زغمو، د چا تېری نه زغمو او د چا تېری بې ځوابه نه پریږدو، دا موږ ته زموږ د اسلافو وصیت دی چې د چا رعب ته سرونه مه ټیټوﺉ او د چا د غلامۍ یوغ پر ولو مه وړﺉ، هغه سر زموږ په اوږو بوج وي چې د تورې او مېړانې پر وخت په کې د غیرت رګونه ونه ټکیږي.
زموږ هر ماشوم چې نړۍ ته راځي مور یې په وړني شخ تړي، ترڅو همداسې شخ او کلک د وطن او ایمان دفاع ته ملاتړلي ودریږي.
د افغانستان میندو اولادونه قربانۍ ته زیږولي، که د یوې مور یو زوی شهیدیږي بل ورور یې سنګر ته رادانګلي، د خپل ورور تشه یې ډکه کړې، حتی ناوې له پالنګ خپل لالی دغو سنګرونو ته لېږلی.
که څوک د غزا په وخت کې لږه تنبلي وکړي، هغه آن د ښځو د پېغور ګرځي، د ميوندونو فتحه د یوې پېغلې د پېغور له وېرې رامنځ ته شوه، افغان توریالیو ته پېغلې ملالې د انګریزانو سره له تقابل وړاندې دا لنډۍ وویل:که په مېوند کې شهید نشوې خدایږو لالیه بې ننګۍ ته ساتمه.
دا ټپه نه وه، د افغان تش لاسو سرښندونکو غونې زیږي شوې، د دوښمن پر سرونو له اسمانه تندرونه را وغرېدل، د افغان سرتېرو وینې په جوش او ولولو راغلې، د وطن توغ تر ملاګانو وتړل او د انګریزانو په توپونو او ټانګونو ور وختل، په دې ترتیب یې هغه لویه امپراطورۍ تر پښو لاندې دانه دانه کړه چې د فرمانروایۍ په سیمو کې یې لمر غروب نه کاوه.
موږ په تش لاسونو لویې امپراطورۍ نړولي، خبره تر ډېره د وسلو وسایلو نه ده، خبره تر شهامت او شهادته پورې ده، افغانستان په افتادګۍ کې لوی ګړنګ دی چې د بدخواهانو یرغلګرو هډونه یې په تالو او ګړنګونو کې وراسته پراته دي.
او د خوشحال بابا دا بیت کومه مبالغه نه ده چې زورورو ته یې ویلي :ټيټ مې مه بوله غورځنګ راباندې مه کړه زه په دې افتادګۍ کې لوی ګړنګ یم.
پنجاب او پاکستان دا ځل وروستۍ سلګۍ راکاږي او د زوال په ژۍ ولاړه جعلي حکمراني نوره په فنا کېدو ده او زموږ دا تعبیر کرار کرار په رښتیا کېدو دی چې: د فتحې په اسونو به سپاره درشي له غرونو نېزو کې به دې پورته کړي خېبره دروازه