د کرکټ‌ لوبې هندي مبصر ديويندر کمار د افغان ځواکونو د يوه انځور په خپرولو سره له پاکستان سره بېګانۍ جګړه کې د افغان ځواکونو مېړانه ستايلې ده.

هغه ويلي، افغانان خپل وطن سره بې‌ سارې مينه لري هغه که د جګړې ډګر وي او که د لوبې ميدان.

کمار همدا راز د افغانستان په ګاونډيانو غږ کړی، چې د دې هېواد د کمزوري کولو پرځای دې یې ملاتړ وکړي.

نوموړي ويلي، تېره شپه افغان لوبغاړو د کرکټ په ډګر کې بريا ترلاسه کړه او د هغوی زړورو سرحدي ځواکونو په فرضي کرښه مېړانه وکړه.

دې هندي‌ مبصر همدا راز ډاډ ورکړی، چې د هند ټول ولس د افغان ملت او د هغوی د زړورو سرتېرو تر شا ولاړ دی او د شعار په ډول یې “تل دې وي لوی افغانستان” جمله ليکلې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version