کراچۍ کې د افغانستان سرکونسل عبدالجبار تخاري وایي، ۱۲ تنه افغان کډوال د پاکستان د سند ایالت له بېلابېلو زندانونو خوشې او د سپین بولدک له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي.

تخاري زیاتوي چې، د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو په تړاو د پاکستان د حکومت د اعلان سربېره هم افغانان په سند کې له هېڅ راز ستونزو سره مخ نه دي.

هغه زیاته کړې، چې په سند صوبه کې د پاتې افغان بندیانو د خوشې کولو هڅې روانې دي.

له بل پلوه د کډوالۍ نړۍوال سازمان یا ای‌ او اېم د یوه نوي راپور په خپرولو سره ویلي، چې په تېرو دوو اونیو کې ۱۱ زره او ۶۷۰ افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version