د پاکستان د خبري شبکو د راپورونو له مخې، په کراچۍ ښار کې د «ملیر» مرکزي زندان څخه شاوخوا دوه سوه بندیان تښتېدلي دي.

سرچينې وايي، بندیان د زندان د اصلي دیوال له ويجاړېدو وروسته تښتېدلي او په عین حال کې له زندان څخه د سختو ډزو غږونه هم اورېدل شوي چې د خلکو اندېښنې یې راپارولي دي.

له بل لوري د سِند ایالت د کورنیو چارو وزیر دا ادعا رد کړې ده، چې ګواکې بندیانو دیوال مات کړی؛ نوموړی وايي، بندیان له اصلي دروازې وتلي دي او د نوموړي په وينا، چې تر اوسه یوشمېر بندیان بېرته نیول شوي او د پاتې نورو د نیولو عملیات لا هم روان دي.

يو شمېر راپورونه داسې هم دي چې د زندان دېوال د زلزلې له امله ويجاړ شوی دی.

په عامه کچه یادې پېښې د زندان د امنیتي سیسټم په اړه جدي پوښتنې راپورته کړې دي او پلټنې روانې دي ترڅو د پېښې اصلي لاملونه روښانه شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version