Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»د پاکستان له خاورې د افغانستان د ناامنه کولو لپاره د مخالفو جبهو د هڅو پایله
    سیاسي لیکني

    د پاکستان له خاورې د افغانستان د ناامنه کولو لپاره د مخالفو جبهو د هڅو پایله

    عمران آغاعمران آغا2 اگست 2026څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان تاریخ په ځلونو دا حقیقت په چیغو او لوړ آواز بیان کړی دی، چې هېڅ بهرني ځواک او هېڅ پردي پال جریان، د پردیو په ملاتړ د دې ملت د ارادې په ماتولو نه دی توانېدلی. دا خاوره که څه هم په بار بار د یرغلونو او توطیو ښکار شوې، خو تل یې د خپل هېواد د وفادارو بچیانو او د پردیو د مزدورانو ترمنځ څرګند توپیر کړی دی. هر هغه څوک چې د دې خاورې د عزت او سرلوړۍ لپاره درېدلی، د خلکو په حافظه کې یې ځای خپل کړی او هر هغه څوک چې د دې ملت له دښمنانو سره یې لاس یو کړی، په شرم او رسوایۍ له تاریخ څخه څنډې ته شوی دی.

    د شوروي اتحاد له لوري د افغانستان د اشغال پر مهال، د واک او شخصي ګټو لېوالو او هېواد پلورونکو انسانانو یوه ډله د خپل مقام او امتیاز د ساتلو په هیله، د اشغالګر پوځ ترڅنګ ودرېدل. هغوی ګومان کاوه چې د پردیو د ټانکونو او وسلو په مټ به د یوه ملت برخلیک بدل کړي؛ خو په پای کې یې له ماتې، ولسي کرکې او د تاریخ د خاینانو په کتار کې له ثبتېدو پرته بل څه په برخه نه شول.

    له هغوی وروسته د ناټو په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو د اشغال پر مهال هم داسې کسان راڅرګند شول چې خپله سیاسي بقا یې د اشغالګرو د ملاتړ تر سیوري لاندې لټوله. هغوی هم له شلو کلونو وروسته په داسې حال کې ډګر پرېښود چې نه یوازې یې د خلکو ترمنځ خپل ځای له لاسه ورکړی و، بلکې د ولس په نظر د خاینو، معامله‌ ګرو، ځان‌ غوښتونکو او جاه‌ طلبو کسانو په توګه پېژندل کېدل.

    له دې ټولو تجربو سره سره، لا هم ځینې کسان نه غواړي له تېر څخه عبرت واخلي. نن یو شمېر مخالفې جبهې او اشخاص، وروسته له دې چې د هېواد دننه له ناکامۍ سره مخ شول، یو ځل بیا یې خپلې هیلې له پولو څخه د باندې تړلې دي او هڅه کوي د بهرنیو قدرتونو او د افغانستان د دښمنانو په ملاتړ هېواد ناامن کړي.

    هغه څه چې په دې وروستیو کې تر بل هر وخت ډېر د پام وړ ګرځېدلي، له پاکستان سره د دې ځینو جریانونو د رسمي او غیررسمي اړیکو څرګندېدل دي. دا موضوع نور یوازې د اټکلونو او انګیرنو تر کچې نه ده محدوده پاتې شوې، بلکې څو ځله په رسنیو او سیاسي شننو کې هم مطرح شوې ده. په ورته وخت کې، د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه سیمو کې د داعش د غړو او وسلوالو ډلو د حضور او د چترال له لارې د بدخشان په ګډون، د هېواد په شمال‌ختیځو ولایتونو کې د ناامنۍ د رامنځته کولو لپاره د هغوی د هڅو په اړه هم راپورونه خپاره شوي دي.

    تر ټولو د پام وړ خبره دا ده چې د دغو ځینو جریانونو هڅه دا ده چې د جبهو د شمېر په زیاتوالي، د تبلیغاتي ویډیوګانو په پرله پسې خپرولو او د ناکامو عملیاتو په لوی ښودلو سره، خپل شتون په افغانستان کې د یوه ځواکمن جریان په توګه نندارې ته وړاندې کړي. خو که میداني واقعیتونه له نږدې وڅېړل شي، په ډاګه کېږي چې دا ټول رسنیز تبلیغات یوازې د خلکو د پاملرنې د رااړولو، د خپلو پلویانو د مورال د ساتلو او خپلو بهرنیو ملاتړو ته د پیغام رسولو هڅه ده، نه داسې ګواښ چې د افغانستان امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا وګواښي. له دې سره سره، د دې مصنوعي شورماشور تر ټولو لوی څه دا وو چې خلکو د پاکستان د آی ایس آی د غلامانو او اجیرانو اصلي څېرې وپېژندلې. هغه کسان چې کلونه یې د وطن‌ پالنې نقاب پر مخ پروت و، نن د افغانستان د پخواني دښمن په ملاتړ د پاکستان له چترال څخه د افغانستان د ناامنه کولو لپاره هېواد ته د ننه شوي.

    هغوی کسان چې کلونه یې نور د پاکستان په ملاتړ تورنول او هڅه یې کوله د همدې تور له لارې د خپلو مخالفینو پر وړاندې د خلکو عمومي کرکه راوپاروي، نن خپله تر هماغه چتر لاندې راټول شوي او د خپلو بادارانو د ګټو د خونديتوب لپاره د مبارزې اعلان کوي.

    خو باید هېره نه کړو چې د دې خاورې تاریخ د هغو کسانو د هیلو هدیره ده، چا چې غوښتل د پردیو په ملاتړ د افغانستان پر خلکو واکمني وکړي. دا داسې حقیقت دی چې د پرون تاریخ یې شاهد و، نن یې هم تائیدوي او سبا به هم بدل نه شي.

    هغه کسان چې نن د خپلو بهرنیو ملاتړو د خوښۍ لپاره د خپل هېواد امنیت او ارامي په نښه کوي، باید پوه شي چې د دې خاورې آزاد او خپلواک خلک به هېڅ خاین ته اجازه ور نه کړي چې د پردیو پلانونه عملي او د هغوی ناوړه خوبونه او خیالونه په حقیقت بدل شي.

    د افغانستان د تاریخ تجربې ښوولې ده، هر هغه جریان چې د بهرنیو قدرتونو ګټې یې د خپل ولس له ګټو لوړې ګڼلې او لومړیتوب یې ورکړی، نه خپلې سیاسي موخې ته رسېدلی او نه یې د ملت په منځ کې ځای موندلی دی. یوازینی څه چې د هغوی په برخه شوي دي، ذلت او رسوايي ده.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهامريکا په منځني ختيځ کې مېشتو امريکايي وګړو ته له دې هېوادونو د وتلو جدي سپارښتنه کړې

    مربوطه لیکنې

    د افغانستان د راتلونکي په اړه د امرالله صالح لیدلوري

    1 اگست 2026

    پاکستان او د هغه نيابتي ډلې؛ اور به یې د پاکستان لمن ونيسي؟

    31 جولای 2026

    د جمهوریت د پرځېدو په اړه د مخالفینو متناقض تفکر

    26 جولای 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیاسي لیکني 2 اگست 2026

    د پاکستان له خاورې د افغانستان د ناامنه کولو لپاره د مخالفو جبهو د هڅو پایله

    د افغانستان تاریخ په ځلونو دا حقیقت په چیغو او لوړ آواز بیان کړی دی،…

    امريکا په منځني ختيځ کې مېشتو امريکايي وګړو ته له دې هېوادونو د وتلو جدي سپارښتنه کړې

    2 اگست 2026

    د جمهوريت پر مهال د ولسي جرګې غړې، ګلالۍ صافۍ: احمد ضیا مسعود، د فرانسې په سویل کې د ۶۵ میلیون یورو په ارزښت یو لوکس هوټل اخیستی دی

    2 اگست 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د پاکستان له خاورې د افغانستان د ناامنه کولو لپاره د مخالفو جبهو د هڅو پایله

    2 اگست 2026

    امريکا په منځني ختيځ کې مېشتو امريکايي وګړو ته له دې هېوادونو د وتلو جدي سپارښتنه کړې

    2 اگست 2026

    د جمهوريت پر مهال د ولسي جرګې غړې، ګلالۍ صافۍ: احمد ضیا مسعود، د فرانسې په سویل کې د ۶۵ میلیون یورو په ارزښت یو لوکس هوټل اخیستی دی

    2 اگست 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،175 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،118 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،235 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.