د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ۲۴۶ تنه نور افغان کډوال د پاکستان له زندانونو ازاد او د روانې غویي میاشتې په ۲۷مه نېټه هېواد ته ستانه شوي دي.

د کندهار د سپین بولدک او د ننګرهار ولایت د تورخم د سرحدي امریتونو د معلوماتو له مخې، دغه کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي او له یوې تر لسو ورځو پورې بندیان وو.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت زیاته کړې، چې یاد کسان تر ثبت او بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version