د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې ۵۴ تنه افغان کډوال چې د پاکستان د کراچۍ او پېښور په زندانونو کې د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله بندیان وو، خوشې شوي او د تورخم او سپین بولدک له لارو هېواد ته راستانه شوي دي.

د دغه وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي، دغه کسان له درېیو څخه تر ۲۰ ورځو پورې په زندان کې وو او هڅې روانې دي چې د ګاونډیو هېوادونو له زندانونو څخه د نورو افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره هم زمینه برابره شي.

په ورته وخت کې، په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان کډوال له غیر عادلانه چلند او خپلسرو نیونو څخه شکایت کړی او له سرپرست حکومت څخه یې غوښتنه کړې چې د کډوالو د داوطلبانه راستنېدو لپاره یوه منظمه تګلاره جوړه کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version