د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان له اډیالا زندان څخه د رسنیو له استازو سره په مرکه کې، خلکو ته د نوي کال مبارکي ورکړې او ۲۰۲۵ کال یې د ریښتینې ازادۍ کال بللی. نوموړي ټینګار کړی چې سږ کال به د یوه جعلي او فاشېستي نظام د پای کال وي چې بنسټونه یې له وړاندې له‌منځه تللي دي.

نوموړي د پاکستان په اوسنیو حالاتو سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې، د اسبداد په روانه دوره کې د شخصی ازادیو نقض، د قانون نه‌شتون او د بنسټونو نړېدل نه یواځې ټولنیز او سیاسی سېسټم، بلکې د هېواد حقوقی او اقتصادی جوړښتونه هم له ګډوډ حالت سره مخامخ کړي، نور هیڅ قانون په دغه هېواد کې شتون نه‌لري او یوه خاموشه او بې رحمه دکتاتوري پر هېواد حکومت کوي.»

عمران خان د پاکستان پر روان اقتصادي وضعیت هم توندې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې، هېڅ هېواد د قانون له حاکمیت پرته پانګونه نه شي جذبولی، زموږ د اقتصادي ودې کچه صفر ده. له اقتصادي ودې پرته نه پورونه خلاصېدای شي او نه بېکاري له‌منځه وړل کېدای شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version