د ننگرهار ځايي مسوولین وايي، د تورخم ښارگوټي کې د انټرپول پولیسو ته پاکستاني لوري ۲۱ نور افغان بندیان هم سپارلي دي.

د ننگرهار له ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، یاد افغانان د پاکستان په مرکزي زندان کې بندیان وو.

د خبرپاڼې له مخې، نیول شوي افغانان په پاکستان کې د قانوني اسنادو نه لرلو په تور له ۲۱ ورځو څخه تر دوو میاشتو پورې بندیان شوي وو.

د خبرپاڼې له مخې، راخوشې شوي کسان یې IOM او UNHCR ادارو ته ورپېژندلي، چې د مرستو اخیستلو وروسته خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.د یو بل خبر له مخې، په تېرو لسو ورځو کې له تورخم څخه ۷۱۸ کورنۍ راستنې شوې دي.

د ننگرهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس بازمحمد عبدالرحمن وايي، په تېرو لسو ورځو کې له پاکستان څخه د تورخم له لارې ۷۱۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۸۶۳ تنو ته رسېده راستنې شوې دي.

د عبدالرحمن په خبره، یادو کورنیو ته لازمې مرستې ورکړل شوې او خپلو سیمو ته لېږل شوې دي.

نوموړي له مرستندویه موسسو څخه غوښتي چې له بېرته راستنېدونکو کورنیو سره په خپلو سیمو کې نورې مرستې هم وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version