د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د کندهار د دهلې بند ته غځېدونکی سړک چې د تېرو سېلابونو د راوتلو له امله ویجاړ شوی دی، د بدیل سړک د بیارغونې چارې یې پیل کړې دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپانه کې ویل شوي، یاد سړک د جوړولو چارې د ارغنداب سیندیزې حوزې د مسوولینو له لوري پیل شوې دي، چې د دهلې بند بدیل سړک به په بنسټیز ډول جوړ شي.

دهلې بند له کندهار ښاره ٤٠ کيلومتره لرې په شاوليکوټ ولسوالۍ کې په ۱۹۵۰-۱۹۵۲ کلونو کې د امریکا په مالي او تخنیکي مرسته جوړ شوی.

دغه بند پخوا د ۵۰۰ مېلیونه متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتیا لرله، خو اوس یې کاسه په سلو کې ۴۰ سلنه له خړو ډکه شوې او د اوبو د زېرمه کولو کچه یې ۳۰۰ مېلیونه متره مکعبه ته راټيټه شوې ده.د دهلې بند کندهار ښار ته د څښاک اوبو د برابرولو سربېره زرگونه جریبه کرنیزه ځمکه هم خړوبوي.

یاد بند ۵۵ متره لوړوالی او ۵۳۵ متره اوږدوالی لري.د دهلې بند د ۲۲ مېگاواټه برېښنا د تولید وړتیا هم لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version