د پاکستان د طبیعي ناورينونو د مخنيوي ملي ادارې يا اېن ډي اېم اې پر خپله ويبپاڼه ليکلي چې د روان ميلادي کال د جولای له لومړۍ نېټې د اګست تر ۱۸مې (زمري ۲۸) پورې د بارانونو او سېلابونو له امله په بېلابېلو پېښو کې ۱۹۵ کسان مړه شوي او ۳۶۲ نور ټپيان دي.

يادې ادارې د اګست پر ۱۸مه ناوخته پر خپله وېبپاڼه خپره کړې څبرپاڼه کې وېلي چې دا مرک ژوبله د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې د اورښتونو، ودانیو ړنګېدو، تندر پرېوتو او په سېلابي اوبو کې د ډوبېدو په پېښو کې خلکو ته رسیدلي دي.

د اېن ډي اېم اې د راپور له مخې تر ټولو زیاته مرګ ژوبله د پنجاب په ایالت کې اوښتې ده چې هلته په څه باندې یوه نيمه میاشت کې ۷۴ تنه مړه شوي او ۲۱۰ نور بيا ټپيان شوي دي. ورپسې په خيبر پښتونخوا کې په همدومره موده کې ۶۵ کسان مړه شوي او ۱۱۲ ټپيان دي.

بل خوا په سيند ایالت کې ۳۲ کسان، بلوچستان کې ۱۵، د پاکستان تر واک لاندې کشمير کې پنځه او په ګلګت بلتستان کې څلور کسان مړه شوي دي.

راپور زیاتوي چې د اګست تر ۱۸مې د بارانونو پر مهال په پېښو کې دوه زره او ۲۹۳ کورونه ړنګ یا زیانمن شوي او ۳۵۲ څاروي هم وژل شوي دي.

له تېرو څو کلونو راهیسې موسمي بارانونو په پاکستان کې ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version