د پاکستان د ټولټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، تر اوسه د رایو بشپړې پایلې معلومې شوې نه دي، خو په تر سره شوو ټاکنو کې خپلواک نوماندان تر نورو مخکې دي.د لومړنیو نارسمي پایلو له مخې، قومي اسمبلي ته ۹۹ تنه د تحریک انصاف، مسلم لیگ(ن) ۷۱، پاکستان پیپلز غورځنگ ۵۳ او نور بریالي شوي ۱۰ تنه دي.خیبر پښتونخوا کې بیا خپلواک نوماندان(دغه نوماندان د تحریک انصاف غورځنگ) غړي دي، ۹۰، جمعیت علماء اسلام(ف)۷، پاکستان پیپلز غورځنگ ۴، جماعت اسلامي ۳ او عوامي نېشنل غورځنگ ۱ تن بریالي شوي، په بلوچستان کې بیا د پاکستان پیپلز غورځنگ ۱۱، پاکستان مسلم لیگ(ن)۹، جمعیت علماء اسلام(ف)۸، بلوچستان عوامي غورځنگ ۴، عوامي نېشنل غورځنگ ۲، نور بریالي ۳ او خپلواک نوماندان ۵ تنه بریالي شوي. له بل لوري په پنجاب ایالت کې بیا ۱۲۶تنه د تحریک انصاف، مسلم لیگ (ن) ۱۳۱، پاکستان پيپلز غورځنگ ۱۰، پاکستان مسلم لیگ ۸ او نور ۳ تنه بریالي شوي دي.همدارنگه د سند په ایالت کې بیا پاکستان پیپلز غورځنگ تر نورو مخکې دی. یاد گوند ۸۴، ایم کیو ایم ۲۸، تحریک انصاف ۱۴، جماعت اسلامي ۲ او دیموکرات غورځنگ ۲ تنه بریالي شوي دي.د پاکستان په تېرو ټاکنو کې د عمران خان گوند باندې بندیز و او د دغه گوند پلویان خپلواک نوماند شوي وو، چې ملي قومي اسمبلۍ کې یې له ۲۲۶ څوکیو څخه ۸۷ خپلې کړې دي. همدارنگه مسلم نواز ۷۴، او پاکستان پيپلز غورځنگ بیا ۵۱ څوکۍ گټلې دي.د پاکستان د ټاکنو اوسنۍ پایلې حتمي نه دي او کېدای شي په اوسني شمېر کې ادلون بدلون راشي.په پاکستان کې داسې مهال ټاکنې وشوې، چې دغه هېواد له سختو اقتصادي او امنیتي ننگونو سره مخ دی. په پاکستان کې د بې‌کارۍ کچه لوړه شوې، خوراکي توکو نرخونه پورته شوي او د حکومت له لوري پر خوراکي او نورو توکو مالیه څو برابره لوړه شوې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version