‏پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد یوې ځانګړې محکمې پخوانی لومړی وزیر عمران خان او د هغه مېرمن پر ۱۷ـ۱۷ کلونو بند محکوم کړي دي.

راپورونه وایي، محکمې دواړو ته د ۱۶.۴ میلیونه روپیو جریمه هم ټاکلې، چې د نه‌ورکولو په صورت کې به پرې اضافي بند تطبیق شي.

پر عمران خان د پراخ مالي فساد تور پوری شوی؛ خو پلویان یې وایي، پر نوموړي پوري شوي تورونه د هغې کودتا توجه کول دی، چې دی پرې له واکه ګوښه کړای شو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version