د پاکستان پخواني لومړي وزير عمران خان له زندان څخه په يوه ټويټ کې ويلي، چې د پاکستان پوځ مشرۍ ته د عاصم منیر له رسېدو وروسته له افغانستان سره په قصدي توګه اړیکې خرابېږي، افغان لوری جګړې ته هڅول کیږي، ترڅو د افغان حکومت مخالفین خوشحاله او غرب ته ځان ژغورونکی وښيي.
نوموړي زياته کړې، چې په لومړي سر کې پاکستان، افغانستان ته جدي ګواښونه وکړل، بیا یې د مذهبي، اخلاقي او د کډوالو د نړيوالو حقونو خلاف هغه افغان وروڼه چې په پاکستان کې له درېیو نسلونو راهیسې اوسېدل، په ډېر بد وضعیت کې واېستل.
عمران خان ويلي، د افغانستان پر خاوره بریدونه او اوس د دې په نوم چې «ترهګر راغلي» د قبایلي سیمو پر ضد عملیات کول به خطرناکې پايلې له ځانه سره ولري.
هغه د پاکستاني حکومت اوسني چلند ته په اشارې ويلي، چې په دې حال سره هېڅکله هم سوله نه شي راتللی او په خبره یې تلپاتې سوله تل د خبرو له لارې رامنځته کیږي.
عمران خان ويلي «افغانستان او قبایلي سیمو کې د قبایلي سیمو د خلکو، د افغانستان د اوسني حاکمانو او افغان ولس له همکاریو پرته سوله نه شي رامنځته کېدلای.»
هغه همدا راز سپارښتنه کړې، چې د پښتونخوا ټول پارلماني غړي او سناتوران باید له وزیر اعلی سره کیني او ژر تر ژره د ستونزو د حل په موخه محمود خان اڅکزي په مشرۍ د سولې پلاوی افغانستان ته پوځي او هلته د خبرو اترو له لارې د ستونزو حل وموندل شي.