د صنعت او سوادګرۍ وزارت وایي، چې د افغانستان او چین تر منځ سوداګریزې اړیکې عادي دي او په ۲۰۲۴ کال کې د دواړو هېوادونو تر منځ د ۸۰۹ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات او واردات شوي او په دې برخه کې د افغان سوداګرو ستونزې هم حل شوې دي.

د یاد وزارت د چارواکو په وینا، ګران بیه ډبرې، وچې مېوې او غالۍ چین هېواد ته صادر شوي او تر څنګ یې بېلابېل ماشینونه، رخت او د فابریکو خام توکي له یاد هېواد څخه افغانستان ته را وارد شوي دي.

ياده دې وي چې، په وروستيو کې افغانستان د پاکستان پرځای له نورو ګاونډيو هېوادونو سره سوداګريزه راکړه ورکړه زياته کړې چې د ګڼو آسانتياوو سربېره یې پر سوداګريز بازار خورا مثبت اغېز کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version