د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ UNHCR له جیګ پوړو چارواکو سره په کتنه کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي چې، د پاکستان په نا امنیو کې په هیڅ صورت په دې هیواد کې مېشت افغان کډوال کومه ونډه نه لري.

د نوموړي په وینا، بیاهم په یاد هیواد کې په زرګونه بې ګناه افغانان په بند محکوم شوي او یا هم محکوم کېږي.

باختر اژانس تېره ورځ د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر او د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د اسيا او ارام سمندر حوزو د مشرې مېرمن کيونګ جون او په هیواد کې د یاد دفتر د رئيس ليونارد زولو ترمنځ د ليدنې خبر هم ورکړی دی.

په تېر ۲۰۲۳ کال د نومبر په میاشت کې اسلام اباد له اسنادو پرته د افغان کډوالو د ایستلو بهیر په تېزۍ سره پیل کړ، تر دې دمه له نیم میلیون څخه ډېر کسان په جبري ډول افغانستان ته لېږل شوي دي.

د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر په پیل کې یو شمېر پاکستاني چارواکو ادعا کړې وه چې دلته میاشت افغانان ډیری د حکومت پر ضد په ترهګریزو بریدونو کې ونډه لري.

د یادونې ده چې د همدې هیواد په کراچۍ ښار کې ډیری افغانان چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي په زندانو نو کې شپې او ورځې سبا کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version