د ننگرهار وادي کرنیز شرکت مسوولین وايي، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې نږدې په ۱۸۲۰۰ جریبه ځمکه د مالټو بڼونه جوړ شوي دي.

له یاد شرکت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د تېرو ورځو ورښتونو د مالټو بڼونو جوړولو ته ښه گټه کړې او تمه لري چې په راتلونکي کال کې به یې حاصلات له سږني کال ډېر وي.

د خبرپاڼې له مخې، راتلونکی کال پلان لري چې د ننگرهار مالټو ته بهرنی بازار پیدا کړي او یوازې د هېواد په کورنیو بازارونو بسنه ونه کړي.

د کانال شرکت د معلوماتو پر بنسټ، سږ کال هم په دغه ولایت کې د کانال په اړوند ځمکو او خصوصي توگه د مالټو گڼ بڼونه جوړ شوي او په راتلونکي څو کلونو کې به حاصلاتو ته ورسېږي.

د ننگرهار د کانال له ځمکو سږ کال ۳زره ټنه مالټې راټولې شوې وې، چې د ننگرهار سربېره د هېواد ټولو ولایتونو ته ورسېدې.

که څه هم د ننگرهار مالټې اوس د هېواد ډېرو سیمو ته رسېدلي دي، خو د مالټو په موسم کې دغه ولایت ته د نورو سیمو کې خلکو سیاحت هم ورسره ډېر شوی دی.

د افغانستان ختیځ ننگرهار، لغمان او کونړ ولایتونه مدیتراني اقلیم او د مالټو، نارنج او لیمو بڼونو لپاره مناسبه هوا لري.

په ننگرهار کې د مالټو سربېره د کانال په ځمکو کې خرما، زیتون، غنم، جوار او نور کرنیز توکي هم کرل کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version