سرچينې وايي، د پاکستان پوځي رژيم جېټ الوتکو بېګا شپه شاوخوا دوه بجې د کونړ د مرکز اسعد آباد اړوند څاګي سیمه کې د ملکي وګړو کورونه په نښه کړي.
د معلوماتو له مخې په ياد بريد کې د محمد ګلاب په نوم د يوه ملکي وګړي کور په نښه شوی، چې نوموړي او نږدې ګاونډيانو ته یې مالي زیانونه اړولي دي.
که څه هم په دې بريد کې ځاني تلفات نشته؛ خو هاخوا خوست کې بيا د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا لس تنه شهيدان شوي.
