د پاکستان پوځي رژیم، چې تل یې د ستراتیژیک ژوروالي او سیمه‌ییز تسلط فکر کړی، له څه وخت راهيسې د ټولنيزو رسنیو د ادرسونو له لارې د افغانستان د خپلواکې خاورې د لاندې کولو خوب په خپل ذهن کې ترسيموي. خو تاریخ، جغرافیه او تر ټولو مهم، د افغانستان د مؤمن او مجاهد ولس اراده د دې خوب د تعبیر په لاره کې د تل لپاره خنډ واقع شوي دي.

افغانستان داسې یو ملت لري چې د خپلواکۍ لپاره یې تل له هر ډول بهرني تسلط سره مقابله کړې. له انګریزانو سره درې جګړې، د شوروي اتحاد پر وړاندې د مجاهدینو نه ماتېدونکی جهاد او بیا د نړیوال ائتلاف په وړاندې د دوو لسیزو مقاومت، ټول دا ثابتوي چې د افغانستان خاوره د تابع کېدو لپاره نه ده جوړه شوې. پاکستاني پوځ که څه هم په لسګونو کلونو کې پر افغانستان د نفوذ د زیاتولو هڅې کړې، خو هر ځل په مستقیم او یا هم په غير مستقيم ډول له ماتې سره مخ شوی دی.

د پوځي رژیم ترڅنګ یو شمېر هغه کړۍ او ډلې چې د پاکستان په اشاره د افغان حکومت په وړاندې، په سیاسي ډګر کې هڅې کوي او غواړي د دغه حکومت د تضعیف لپاره کار وکړي، هڅې به یې هر کله له ناکامۍ سره مخ وي، ځکه دوی په افغان ملت کې منفور شوي او یو ځل بیا د افغانستان په وړاندې له داسې دښمن سره یو ځای شوي، چې ټول افغانان نفرت ترې لري او په وړاندې یې په مېړانه درېږي.

په داسې حال کې چې افغان ولس خپله خاوره د عزت او غیرت سمبول ګڼي، د پاکستان پوځي رژیم د افغان خاورې د نيولو خبره کوي، خو دوی د دې ۴۰ میلیوني ولس د روحیې، مشرانو او ځوانانو د ارادې په اړه غلطه محاسبه کوي. دا هغه ملت دی چې د خپلې خاورې د یوې ټوټې لپاره یې په تاریخ کې زرګونه کورنیو کډوالۍ او قربانۍ منلې دي.

همدا راز افغانستان چې د هندوکش له غرونو، دښتو او سختو لارو جوړ هېواد دی. دا جغرافیه نه یوازې نظامي یرغلګر ستړي کوي، بلکې د یوه ولس د مقاومت لپاره طبیعي سنګرونه وړاندې کوي. ځکه خو د پاکستاني رژيم پوځي او استخباراتي ماشين چې په سيمه کې تر ټولو پياوړی بلل کېږي، د دې خاورې د مؤمنو پرګنو پر وړاندې بې وسه او له کاره لوېدلی دی.

له بلې خوا، د پاکستان پوځي رژیم په خپله هم د داخلي بې ثباتۍ، بلوچستان، خیبر پښتونخوا او سند د قومي غورځنګونو، اقتصادي ناورین او سیاسي انزوا سره مخ دی. نو داسې رژیم چې خپل داخلي جوړښت نشي ساتلای، د اوږدمهاله اشغال لپاره به اړینې سیاسي، اقتصادي او نظامي سرچينې له کومه کوي؟

د پاکستان پوځي رژیم او د افغانستان د خپلواکې خاورې لاندې کول داسې یوه معادله ده چې هېڅ امکان نه لري. دا خبره یوازې یو سیاسي شعار نه، بلکې د تاریخي تجربو، جغرافیايي واقعیتونو، کلتوري هویت او سيمه‌ييزو تشو پر بنسټ ولاړ حقیقت دی. هغه څوک چې د افغان خاورې د نيولو خوب ویني، باید پوه شي چې دوی د داسې خلکو پر وړاندې ولاړ دي چې د خپلې خاورې څخه د دفاع په موخه يې بې شمېره سرونه نذرانه کړي دي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version