له هغې وروسته چې د ډیورنډ د فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان پوځي رژیم تجاوزانه حرکتونه د افغان حکومت له لوري له کلک غبرګون سره مخ شول، اسلام‌آباد ته دا خبره روښانه شوه چې د زور سیاست نور د افغانانو پر وړاندې نتیجه نه ورکوي. همدا لامل و، چې د پوځي فشار له ناکامېدو وروسته یې د مذاکراتو دروازې وټکولې.

لومړي مذاکرات په قطر کې ترسره شول. د دې مذاکراتو وړاندیز په اصل کې د پاکستان پوځي رژیم کړی و، ځکه په جګړه‌یز ډګر کې نه یوازې خپلو اهدافو ته و نه رسېدل، بلکې د خپلو ځواکونو د مرګ‌ژوبلې او درنو مالي تلفاتو په پایله کې یې ځان د انزوا په حالت کې وموند. د دې ترڅنګ د اسلامي هېوادونو له پیغورونو سره هم مخ شول، چې څنګه د یوه اسلامي هېواد پر هوایي حریم تجاوز کوي او په بمبارۍ کې د عامو خلکو په شمول ښځې او ماشومان شهیدانوي. له همدې امله د پاکستان پوځي رژیم د مذاکراتو غوښتنه وکړه، څو هغه هدف تر لاسه کړي، چې د زور په نتیجه کې یې نه شوای تر لاسه کولی.

د قطر مذاکرات، سره له دې چې د پاکستاني پوځي رژیم غوښتنه وه، یوازې د دې لپاره پیل شول، څو نړۍوالو ته وښیي چې موږ د سولې پلویان یو؛ حال دا چې د خبرو پر مېز یې هم د اور لمبو ته لمن وهله. د یاد پوځي رژیم دریځ له پیله ناسم، مغرورانه او تحکمانه بڼه لرله. د خبرو ټول اصول یې له پامه غورځولي وو. د ګواښونو، شرطونو او متکبرانه دریځ له امله یاد مذاکرات له بحثونو وروسته یوازې په اوربند پای ته ورسېدل. برعکس، افغان لوري د خبرو ټول اصول مراعات کړل او د ملي وقار، متانت او منطق پر بنسټ یې خبرې وکړې، چې منځګړی هېواد قطر هم د دې شاهد و.

د پاکستان پوځي رژیم د قطر په مذاکراتي بهیر کې داسې نامشروع غوښتنې لرلې، چې د افغانستان له ملي حاکمیت، علیا مصالحو او ملي منافعو سره په ښکاره ټکر کې وې. افغان پلاوي په پوره تدبیر سره د دوی ټولې غوښتنې په کلکو ټکو رد کړې. همدغه نامشروع غوښتنې د دې سبب شوې، چې مذاکرات په دوهم پړاو کې هم ترسره شي او پر پاتې مسایلو بحث وشي.

له قطر وروسته، ترکیې د منځګریتوب وړاندیز وکړ، خو دا هم د پاکستان پوځي رژیم د غوښتنو منلو دویم پړاو و. پاکستاني پوځي رژیم که څه هم دا مذاکرات د خپل سیاسي حیثیت د احیاء لپاره وروستی چانس باله، خو د خبرو پر مېز یې بیا هم د غرور ژبه کاروله. له یوې خوا یې خبرې کولې او له بلې خوا یې حکومتي چارواکو اخطارونه خپرول. د پاکستاني پوځي رژیم دا مذاکرات هم د تېرو مذاکراتو تسلسل وو، چې په دریځ کې یې تکبر، دوه‌مخیتوب او دښمني له ورایه څرګنده وه.

په استانبول کې د مذاکراتو پر مېز د پاکستاني پوځي رژیم د نه‌تعهد، بې‌ادبۍ او وقفه‌یي کړنو له امله د خبرو فضاء زیانمنه شوې وه. هغوی غوښتل چې د وخت په تېرولو سره خپل فشار زیات کړي، خو افغان پلاوي له منطقي سیاست کار واخیست. دا څرګنده شوه چې د پاکستان پوځي رژیم لا هم د رښتینو خبرو صداقت ته چمتو نه و.

د افغان لوري چلند د افغانستان واقعي استازیتوب وکړ. له نرمښت سره، سره یې د اساسي اصولو کلکه دفاع وکړه، خو د پاکستان پوځي رژیم چې د سیاست او مذاکراتو له فن دواړو بې‌برخې دی، د تکبر او تحکم له تګلارې پرته بل څه وړاندې نه کړل. دا یې هم و نه سو زغملای چې یو خپلواک افغانستان ورسره د مساوات پر بنسټ خبرې وکړي.

پاکستان لا هم د سیاست او دیپلوماسۍ پر ځای د پوځ له لیدلوري ټولو مسایلو ته ګوري. د همدې ذهنیت له امله د مذاکراتو پر مېز هم ناکام شو، خو افغانستان بیا دا میدان هم وګټی. د استخباراتي سیاستونو دوام او د نیابتي جګړو ملاتړ د پاکستاني رژیم د ناکامۍ اساسي لاملونه دي.

اوس افغانستان هغه پخوانی افغانستان نه دی چې د نورو فشار ومني. سیمه‌ییز توازن بدل شوی، د افغان حکومت خپلواکي ټولو ته ثابته شوې ده او ملت هم په هر ډول شرایطو کې د ارضي تمامیت دفاع ته ژمن دی. دا نوي واقعیتونه د پاکستاني پوځي رژیم د زړې تګلارې پر ضد د زمانې پرېکنده پریکړه ده.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version