د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د ای ایس ای پخوانی مشر جنرال فیض حمید له واک څخه د ناوړه استفادې په قضیو کې د پاکستاني پوځ له لوري ونیول شو.

د پاکستان پوځ پر هغه د شته تورونو د ثابتولو لپاره په تېره اپرېل میاشت کې څېړنې پیل کړې وې.

د راپورونو په اساس هغه په غیر قانوني ډول د یو ښارګوټي په جوړولو او د ټاپ سټي په نوم د یو لوی ساختماني شرکت پر دفترونو د بریدونو او له هغوی څخه په باج اخیستو تورن دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version