د شمالي وزيرستان د میرلي ولسوالۍ اوسېدونکو رسنیو ته ویلي، چې د پاکستان پوځ په یوه ډرون برید کې یو ۱۸ میاشتنی ماشوم په شهادت رسولی او یوه مېرمنه یې ټپي کړې ده.

ویل شوي برید تېره ورځ د میرعلي په بړوخېلو کلي کې ترسره شوی، چې په پایله کې یې یاده مرګژوبله رامنځته شوې.

د پاکستان پوځ تر دې مهاله په دې اړه څه نه‌دي ویلي؛ خو ځایي سرچینې وایي، تر دې وړاندې هم په ځلونو د پاکستاني پوځ جنګي الوتکو او ډرونونو عام خلک په نښه کړي.

ویل شوي ځایي خلکو د شهید شوي ماشوم جسد د میرلي چوک ته د اعتراض په ډول راوړی او ټینګار کوي چې تر هغې به یې خاورو ته ونه سپاري چې تر څو ځایي امنیتي ادارو د ولسي خلکو د خوندیتوب ډاډ نه وي ورکړی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version