ليکوال: عبدالله زاهد
په ۱۹۴۷ کال د اګست پر څوارلسمه چې پاکستان له انډيا څخه جلا سو نو اکثره تجارتي بازارونه، صنعتي کارخانې او د اقتصاد مرکزونه يې انډيا ته پاته سوه؛ پاکستان کې داسي څه نه وه چې دوی پرې خپل هېواد وچلوي او بل طرف يې غټ دښمن(انډيا) پر پوله وو چې دوی د هغه وخت مطابق زيات پوځ او وسلو ته اړتيا درلوده؛ خو کمزوری اقتصاد، سياسي کشمکش کې يې نه سوای کولای چې خپل هدف ته ځان و رسوي ځکه دوی د جمهوريت په نامه يو پوځي حکومت جوړ کړ چې واک يې ټوله د پوځ و د دوی د استخباراتي شبکې(ISI) لاس کې واخيست.
دوی صرف په نامه او نمايشي جمهوريت و د ټاکنو تمثيل کوي؛ هر کله چې يې خوښه سي او کومه سياسي ډله له پوځ و آی ايس آی سره تړون وکړي هغه وخت هغه ډله بريالۍ کوي او که چيري وروسته له تړون او وزير اعظمۍ ته له رسېدو څخه د پوځ سره له پټ تړون چې سره کړی يې وي سرغړونه وکړي؛ نو په يوه و بل نامه يې بدناموي، بندي کوي يې يا يې هم سيده دار ته پورته کوي لکه څنګه چې يې بوټو په دار کړ.
دا چې بوټو يې ولي او څنګه په دار کړ او بنګال څنګه له پاکستان څخه جلا سو په لاندي لينک کې يې تفصيل کتلای سئ!https://hindukushpa.com/%d8%a8%d9%86%da%ab%d8%a7%d9%84-%da%85%d9%86%da%ab%d9%87-%d9%84%d9%87-%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%da%85%d8%ae%d9%87-%d8%ac%d9%84%d8%a7-%d8%b3%d9%88%d8%9f%d8%a7%d9%88-%d8%a8%d9%88%d9%bc/ او يا هم د عمران خان غوندي يې بندي کوي چې غوښتل يې د پاکستان بهرنۍ پاليسي له غرب څخه خودمختاره کړي.
د پاکستان په ټول ۲۹ وزير اعظمانو کې يوه هم خپله پنځه کلنه دوره نه ده پوره کړې ځکه پوځ و آی ايس آی يې نه پرېږدي چې خپلواکي راولي، واک له پوځ و آی ايس آی څخه واخلي.
اولو وختونو کې د پاکستان له آزادۍ څخه چې پوځ واک لاس کې واخيست نو يې د غرب او نورې نړۍ سره تړونونه وکړه چې سيمه کې به ستاسو پروژې زه پر مخ بيايم او بدل کې به تاسو زما سره مالي مرسته کوئ؛ تر څو زه پرې خپل ولس کنټرول او سيمه کې د يوه پياوړي هېواد په شکل راپورته سم؛ چې له هغه وخت څخه بيا تر ننه پوري د غرب او يهودو او نورې نړۍ پروژې پاکستان سيمه کې عملي کوي او د دې لپاره يې خپل هېواد کې، له خپل ولس څخه بلها ډلې جوړې کړي چې له هرې ډلې څخه پر وخت کار اخلي.
ځيني ډلې د بنګلديش مخالف، ځينې د ايران مخالف، ځيني د انډيا مخالف او ځيني هم د افغانستان مخالف جنګوي او همدغسي ځيني ډلې يې آن تر روسيې هم و رسولې چې د داعش د تېر بريد په روسيه کې يې ښه مثال دی چې دوه پاکستاني وګړي وه پکښي او د دغو ډلو د روزلو پر سر له غرب او نورو استخباراتي کړيو څخه پيسې اخلي؛ آی ايم ايف لسګونه ځلي پور ورکړی او لا يې هم ورکوي خو واپسي د پور هيڅکله نه ده ورکول سوې؛ همدغسي عربستان په بار، بار د سود په نامه پيسې ورکړي خو واپسي يې هيڅکله نه دي ترې اخيستي ځکه په عامه خو پيسې د سود يا پور په نامه وي اما اصل کې د دوی پروژې سيمه کې عملي کوي ځکه يې واپسي نسته.
همدغسي چې کله روسانو پر افغانستان حمله وکړه نو د امريکا څخه يې ملياردونه ډالر د مجاهدينو سره د مرستې په نامه واخيسته او کله چې بيا امريکا پر افغانستان حمله وکړه هم يې په ملياردونو ډالر د اډو او انتقالاتو په نامه ترې واخيستې؛ همدا اوس چې د افغانستان خلاف د داعش خراسان په نامه ډله روزي او يا يې هم د افغانستان خلاف اډې ورکړي او له هغه ځايه ډرون د افغانستان فضاء ته داخلېږي هم امريکا پيسې ورکوي؛ د شمالي ټلوالې سره پر مرسته هم فرانسه پيسې ورکوي.
همدغسي يمن کې د عربستان د پوځ سره مرسته او تجهيزات؛ يا اوس د اسراييلو سره پټې مرستې د غرب په اشاره کوي. پاکستان په سيمه کې د کرايې پوځ دی چې د هر ملک د پروژې د عملي کولو لپاره له خپل ۲۴۱ ميليونه نفوس څخه کار اخلي.
دا چې پاکستان ته نوې پروژه د داعش خراسان او شمالي ټلوالې ورکول سوې وه خو بريالی نه سو؛ ځکه افغانستان کې د داعش د مخنيوي لپاره طالبانو ګړندي ګامونه واخيستل او همدغسي يې شمالي ټلواله هم ختم او سرتاسري امن يې افغانستان کې راوست؛ چې ټول د يوه آمر تر امر لاندي د امن په فضا کې د ژوند چاري پر مخ وړي؛ د پرمختګ نوی باب يې پرانيستی ځکه پاکستان د پروژې په عملي کولو کې ناکامه سو او د نړيوالو پيسې پرې کمې سوې؛ همدا وجه ده چې اوس پر هر سټيج پر افغانستان بد وايي ځکه د ده دکانداري يې ودرول او بل طرف د ده ملک کې هغه جوړې سوې ډلې اوس خپله د پاکستان پوځ ته سر درد جوړ سوي او پيسې ترې غواړي؛ چې بل طرف يې دلته ولس له لوږې او بيکارۍ سره مخ سوی او هره ورځ پکښي مظاهرې او بيا د پوځ و د ولس تر منځ يې اخ و ډب جوړ وي، پر خپل ولس ظلمونه کوي، مرمۍ پرې اوروي.
د پاکستان پوځ اوس په دې هڅه کې دی چې خپل ولس په زور وي يا دوکې او يا هم بله هره لار خو چې خاموشه يې کړي؛ اما ولس يې اوس حقايق درک کړي چې پوځ و آی ايس آی يې وينې زبېښي او هر وخت د پاکستان ولس د پرديو دسيسو ښکار وي؛ د غرب، يهودو پروژې پاکستان عملي کوي چې هم يې سيمه کې اور بل کړی او هم يې د پاکستان ولس تباه و برباد کړی.
د پاکستان پوځ و آی ايس آی اوس بيا ځلي په دې هڅه کې دي چې افغانستان نړۍ ته بد وښيي؛ تر څو نړۍ بيا ځلي يرغل وکړي؛ اما غرب او نورې نړۍ درک کړي چې افغانان جنګ ځپلي دي او نور جنګ نه غواړي خو که يرغل پرې وسي نو تر آخري ساه پوري به جنګېږي خو غلامي به قبوله نه کړي؛ ځکه افغانستان د امپراتوريو هديره ده؛ نړۍ اوس درک کړي چې سيمه کې اور پاکستان د غرب په خوښه بل کړی؛ چين ورځ تر بلې ترې ليري کېږي، روسيه ورته د غچ اخيستلو په تمه ده او انډيا و ايران خو يې له وخته دښمنان دي ځکه پاکستان د خپلې بقاء لپاره لاس و پښې وهي.
بل طرف ويني چې نړۍ له طالبانو سره ورځ تر بلې سياسي او اقتصادي اړيکې زياتوي او افغانستان کې امن همېشنی کېدونکی دی؛ چې دې کار هم پاکستان سخت وارخطاء کړی دی ځکه د ده د پروژو يو مهم ميدان افغانستان وو؛ خو اوس به يې طالبان سترګې وباسي که د افغانستان خاورې ته په بده وګوري ځکه دلته اوس د اصيلو افغانانو پاچاهي ده کوم چې د ولس له بطن څخه راپورته سوي.