د عدلیې وزارت ویاند برکت الله رسولي وايي، د تمدن تلوېزون د سیاسي گوند سره د تړاو او پر غصب شوې ځمکه د فعالیت له امله تړل کېږي.

نوموړي ویلي، اسلامي امارت په هېواد کې هر ډول سیاسي گوندونه لغوه اعلان کړي او د همدې پرېکړې له مخې، د سیاسي گوندونو رسنۍ هم د فعالیت حق نه لري.: «د تمدن تلوېزون سربېره د خاتم النبین مدرسه او پوهنتون هم افغانستان کې د لغو شوي “د افغانستان اسلامي حرکت” گوند سره د تړاو او غصب شوې امارتي ځمکه کې د فعالیت له امله تړل کېږي. »

د رسولي په خبره، تمدن تلویزېون، خاتم‌النبیین مدرسه او پوهنتون چې افغانستان کې د لغوه شوي، “د افغانستان اسلامي حرکت” گوند سره تړاو لري او دغه راز ودانۍ یې هم په غصب شوې امارتي ځمکه کې جوړې شوي، چې له همدې امله د درې واړو بنسټونو فعالیت تړل کېږي.

دی وايي، د تېرې پنجشنبې په ورځ عدلیې وزارت پلاوی یاد تلوېزون ته تللی او هغوی ته یې ویلي وو، چې له دې وروسته یې فعالیت بند دی.:«اسلامي امارت په هېواد کې هر ډول سیاسي گوندونه لغوه اعلان کړي او د دغې پرېکړې له‌خې د سیاسي گوندونو اړوند رسنۍ هم د فعالیت حق نه لري.»

له دې وړاندې د نور او بریا تلوېزونونو فعالیتونو بند شوي وو.

تمدن تلوېزون په ۱۳۸۵ل کال کې د ایت الله محمد اصف محسني له لوري په کابل کې جوړ شوی، چې د افغانستان سربېره یې په منځنۍ اسیا کې هم خپرونې لیدل کېدې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version