د روسیې ولسمشر “ولادیمیر پوتین” ویلي، مسکو اړتیا نه لري چې په اوکراین کې د جګړې د بریا د یقیني کولو لپاره اټومي وسلې وکاروي.رویټرز خبري اژانس ویلي، پوتین په دې باور دی چې د اټومي وسلو کارول په استثنایي حالت کې ممکن دي.

پوتین ویلي دي: “دا ممکنه ده، چې اتومي وسلې په استثنایي حالت کې وکارول شي، هغه وخت کله چې د هېواد حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا تر ګواښ لاندې راشي؛ زه فکر نه کوم چې اوس دې ورته اړتیا وي”.

رسنیو داسې مهال د پوتین خبرې راپور کړي، چې د اوکراین په “خارکیف” کې جګړې زور اخیستی او د دواړو لورو تر منځ سختې جګړې روانې دي.

راپورونه ښیي، چې دغلته روسي پوځیان د پرمختګ په حال کې دي او د اوکرایني پوځیانو څخه یې زیاتې سیمې نیولې دي.

روسې دفاع وزارت تیره اونۍ ویلي و، چې د خارکیف په جګړه کې یې تر ۱۰۰۰ اوکرایني پوځیان وژلي دي، خو اوکراین بیا د ۶۴۰ تنو د وژل کېدو پخلی کړی و.

د اوکراین دفاع وزارت یوځل بیا په خپلو غربي متحدینو غږ کړی، چې اوکراین سره دې د درنو او پرمختللو وسلو د ورکړې ژمنې عملي کړي، کنه روسیه به یوازې د اوکراین په نېولو بسنه ونه کړي؛ بلکې روانه جګړه به نورو اروپایي هیوادونو ته هم وغځوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version