له څو ورځو راهیسې د افغانستان پر سپېڅلې خاوره د پاکستاني پوځي رژیم له لوري تېری کېږي او پر بې ګناه ملکیانو بمبارد کوي، ړندې مرمۍ اوروي او د ټولو اصولو په خلاف د افغانستان ارضي تمامیت نقضوي. افغان مېړنيو ځواکونو بیا په ننګیالۍ دفاع د هېواد د دغه بزدل دښمن تر زړه اسلام اباد پورې ډرونونه رسولي، پر کرښه یې له مزدورو پوځیانو د ټوپک شپېلۍ نه ده اړولې، پر هر مورچل یې د ابابیل په څېر ور نازل شوي او د وخت د ابراهه لښکر یې تېښتې ته اړ ایستلی.
په داسې یو تاریخي ازمایښت کې چې د هېواد د ارضي تمامیت لپاره سرښندنې روانې دي، د جمهوریت د سهامي شرکت د لومړۍ درجې هغو ګڼ شمېر چارواکو، چې دوه لسیزې یې پر هېواد د ننګ په نوم یوازې ستوني شکول او په همدې نوم یې ولس تېر ایسته، د دښمن پر بریدونو ژوره چوپتیا اختیار کړې. دا سکوت یوازې بې تفاوتي نه ده، بلکې د ملت د هغې برخې پر باور د زهرجن تېغ وار دی چې د پردیو استخباراتي ګټو دا لوبغاړي یې د هېواد د واکمنانو په توګه منلي وو.
اشرف غني، حمدالله محب، د کابینې هر کاره وزیران، لسګونه سلاکاران او نور هغه چارواکي چې پرون یې د هېواد پالنې کاذبې نعرې وهلې، نن چېرته دي؟ دوی چې د ارګ په چهاردېوالي کې یې د وطن د دفاع قسمونه خوړل، نن په بهرنیو هېوادونو کې په مجللو قصرونو کې ناست دي او د خپل هېواد پر حریم د برید ننداره کوي. د دوی سکوت دا په ډاګه کوي چې د دوی د پرون او نن سیاست یوازې د قدرت او شخصي ګټو لپاره و. هغه سیاستوال چې د خپل هېواد پر وړاندې د بهرني تېري پر مهال د مصلحت په نوم خوله ګنډي، په حقیقت کې له تېريګرو سره همغږي شوي.
عطا محمد نور، صلاح الدین رباني، عبدالرشید دوستم، یونس قانوني، احمد مسعود، احمد ولي مسعود او نور چې دا مهال هم تر بېلابېلو نومونو لاندې د ائتلافونو غړي دي، تل یې د پاکستان پر ضد د مقاومت ډنډورې غږولې، مګر نن ولې د مړژواندو غوندې چوپ ناست دي؟ ایا دا هماغه کسان نه وو چې ځانونه یې د هېواد یوازیني مالکین ګڼل؟ د دوی دا منافقانه پالیسي هغه شکونه یقیني کوي چې یا خو دوی په پاکستان کې خپلې ګټې او پټې پانګې لري او یا هم لا تر اوسه د شریر ګاونډي له استخباراتي کړیو څخه د فرصتونو برابرولو تمه لري. دوی د افغانستان پر ځای د خپلو تنظیمي او شخصي ګټو هیلې لري.
د پارلمان او ولسي جرګې سلګونه پخواني غړي چې په شلو کلونو کې یې د قانون او ملي حاکمیت په نوم امتیازات اخیستل، نن د افغانستان پر ملي حاکمیت د بریدونو پر وړاندې چوپ دي. دوی دا څرګنده کړه چې پخواني شعارونه یې د هېواد او ولس لپاره نه، بلکې د موقفونو او شخصي ګټو لپاره وو. په دغسې حساسو شېبو کې «بې طرفي» په حقیقت کې له دښمن سره د ملګرتیا او د هغه د تائید په معنی ده.
تاریخ او افغان ولس به هېڅکله د دوی دا ژوره چوپتیا هېره نه کړي. د افغانستان ولس اوس په دې پوه شوی چې د پرځېدلي جمهوریت واکمنان یوازې د شخصي ګټو پالونکي وو. هغه څوک چې نن د پاکستان د تېري پر وړاندې د افغان ځواکونو د دفاع ننګه نه کوي، هغوی که په هره جامه کې وي، له دې خاورې پردي دي. د دې مصلحت پالو او منافقو سیاستوالو نومونه به د افغانستان په تاریخ کې د هغو کسانو په لیست کې ولیکل شي چې پر خپل هېواد د پردیو په تېري راضي دي.
