د ازموینو عمومي ادارې اعلان کړی، چې د ۱۴۰۵ کال د عمومي کانکور، دیني مدرسو، شپې پوهنځیو، څوارلسمو ټولګیو، خارجمرز او اقوامو او قبایلو د فارغانو د ازموینو پایلې نن له غرمې وروسته به په رسمي ډول اعلان شي.
د ازموینو عمومي ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یادو ازموینو د پایلو د ارزونې او ترتیب بهیر بشپړ شوی او پایلې به نن له ګډونوالو سره شریکې شي.
د خبر پاڼې په وینا، د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور ازموینه په څلورو پړاوونو کې ترسره شوې وه، چې نږدې ۱۲۰ زره داوطلبانو پکې ګډون کړی و. خبرپاڼې زیاته کړې، چې د ازموینو ټولې چارې د ټاکل شویو اصولو او معیارونو له مخې پر مخ وړل شوې دي.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې د لوړو زده کړو وزارت د ۱۴۰۵ کال د جذب پلان له مخې به ۷۴۵۰۰ تنه بریالي داوطلبان د لوړو زده کړو لپاره د هېواد بېلابېلو پوهنتونونو او تحصیلي بنسټونو ته وروپېژندل شي.


