خلیلزاد چې د امریکا لپاره په مختلفو میدانونو لوبیدلې څېره ده؛ په امریکا، سیمه او نړۍ کې یو له پېژندل شویو امریکایي مشاهیرو بلل کېږي.
هغه خلیلزاد چې په دې وروستیو کلونو کې یې د تمې خلاف، له اسلامي امارت سره د امریکا په استازولۍ مذاکرات ملموسې نتیجې ته ورسول. پرونیو افغان نما ملګرو یې ترې ظاهراً ژورې لارې جدا کړې؛ هغه ملګري، چې په کوردننه سیاسي بانډارونو حال یې تر دې کچې ؤ، چې کله به یې خپلمنځي نښتې له بوتلونو تر توپونو رسیدې او کله به یې د صمیمیت فضا کې د شنو چایو تنده نه ماتېده.
خلیلزاد ته همدا ملګري ځکه په بده واوښتل چې ګواکې د دوی په بې بهاء شکرو کې یې قصداً مرچ دوړولي او د تل لپاره یې له دولتي موقفونو خلاص او د هوسونو د اشباع دروازې یې پرې بندې کړې.
هوکې! همدا خلیلزاد و چې په ۱۹۹۰-۱۹۹۲ م کال کې د امریکا په دفاع وزارت کې د پاليسۍ پلان جوړولو مرستیال و او همدې افغان نما لنډغرو پرې د یوه ښه امریکایي ملګري په توګه د افتخار اوږې ښورولې.
همدغه خلیلزاد و، چې ۱۹۹۳-۲۰۰۰م کلونو پر مهال د رانډ کارپوريشن مشورتي مرکز کې د سټراټيژۍ جوړولو مشر و، چې وروسته بیا د همدې مرکز د مشورو په نتیجه کې افغانستان کې د تجاوزګرو شل کلن غوبل جوړ شو.
همدا د مزارشریف متولد خلیلزاد و، چې ۲۰۰۳-۲۰۰۵ م په افغانستان کې یې د امريکایي سفير په توګه دنده ترسره او د ده په اوږو واردو شویو افغان نما بړیڅو ته یې د اساسي قانون په نوم تومنه ورجوړه او دوی هم د امان الله خان په نوم مډال ورته ډالۍ کړ؛ د عطانور، خلیلي، سیاف، او… له میلمستونونو بیا د کرزیانو، مسعودخیلو او امرالله صالح تر بنډارځایونو پورې، د همدې معزز میلمه لپاره ټول پر لیکه استوار ولاړ وو.
خو کله چې نوموړي په ۲۰۱۸-۲۰۲۱م کې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازي په توګه له اسلامي امارت سره بریمن مذاکرات ترسره کړل او د مذاکراتو په پایله کې نړیوال کفري اشغال ته د پای ټکی کېښودل شو؛ هماغه د پرونۍ دېرې یارانو یې د دې عمر خوړلي محسن ملګري مخالفت ته کار ووایه.
دوی ته چې د بیان آزادي په ناسم ډول پیچکاري شوې وه، نو په همغو ناسمو کلیوالي ادبیاتو یې دغه سپین ږیری وتراټه چې تمه نه ترې کیده.
اصلي ستونزه چيرته ده؟
ویل کېږي چې هر څوک معنوي ارزښتونه لري او دا چې تراشل شوي فکرونه د ترمیم وړ نه وي؛ خلیلزاد ته هم همدغه کرل شوي تخم بده نتیجه ورکړې ده.
سمه ده! امریکایي ستراتیژیستانو او صهیونيستي متفکرینو به په نړۍ کې اسلامي هیوادونو ته بدې او خطرناکې طرحې ترسیم کړې وې، خو دغه افغاني الاصله سپین ږیري ته نه وه پکار، چې له همغې لیکل شوې ایډیا څخه دلته هم کټ مټ استفاده وکړي. دغه سړي له ځانه سره راوستل شوي وارداتي یاران او د ده په څېر افغاني الاصله بهر میشتي، د اعتماد وړ بیلچې بللې وې، چې په پایله کې یې نه بیلچې قوام وموند، نه د دوی ور اچول شویو مرستندویه لاستي مضبوط پاتې شول.
خلیلزاد او د وخت بادارانو یې غوښتل څو په ګمارل شویو امریکایي بېلچو دلته دیموکراسي، سیکولریزم او په ټوله کې امریکایي نسخه نهادینه کړي؛ غوښتل یې چې همدا خلک د نمونوي واکمنو په څېر پر ولس هم ومني او نړیوالو ته هم د غر وفش نظام ننداره وړاندې کړي. خو له ټریلیونونو ډالرو او بېسارو وینو تویېدنې وروسته څرګنده شوه، چې پر محکومه جغرافیه یې ادعا شوی حکومت خیالي او د هوایي بالونونو په څېر خالي دی؛ د بهرنیانو ګټو ته لومړیتوب ورکول یې د خپل خیالي موقف د بقاء لپاره دي او د همدې متاع قلیل په بدل کې د هیواد ارضي تمامیت، ملي نوامیسو او عقیدوي جوړښتونو پر سر هر راز سودا ته چمتو دي.
امریکایي واکمنو تر کلونو جګړې او بېسارو زیانونو لیدلو وروسته درک کړه چې پر وړاندې یې ملت جګړې ته راوتلی او هغه څوک چې ډالریزې غواوې لوشي، ددې وړتیا نه لري چې دوی ورته د ښه راتلونکي هیلې ولري، نو یې یوځل بیا هماغه تجربه شوی دیپلومات راولېږه، چې ورسره ټوله اشغالګره رمه د مذاکراتو پر مېز واقعي ګونډو وهلو ته رام شول.
هغه فکرونه چې د دوی (امریکا) د سرمایه ګذاري په پایله کې منحرف شوي وو، هغه انحرافات اوس خپله ټکول کوي او د خلیلزاد په څېر خپل پخواني ملاتړو ته هم خولې وراچوي.
تاسو به کتلي وي چې، خلیلزاد زیاتره ترکیز پاکستان ته په عقلاني مشورو ورکولو ور ټول دی او د TTP مقاومت د پاکستان داخلي ستونزه بولي، چې د مخنیوي لپاره یې د سیاسي حل وړاندیز کوي. خو د نوموړي څرګندونې بیرته هغه دیموکراتان تقبیحوي چې تر پرونه یې خلکو ته د پنجاب ضده څېرو په نوم ځان ور پېژندلی و؛ مخکې تر دې چې خلیلزاد ته پنجاب ځواب ورکړي، د هماغو افغان نما پرونیو پنجاب ضده څېرو لخوا غندل کېږي.
همدا خلک چې د دیموکراسي پر بازار ورتګ یې صعودي سیر باله اوس یې پر پروني دښمن (پاکستان) هم اسلامي نظام نه دی پېرزو او یو ډول شاتګ یې بولي.
هو! دیموکراسي پلوه هېوادونو کې فردي، شهواني آزادي د هر چا حق دی، خو اسلامي چوکاټ کې چې ټول شیان موزون او محدود دي، همدا ازادې شوې مفکورې یې زغملو ته چمتو کېدای نه شي.
خلیلزاد که په اوسني نظام کې له پرمختګونو ستاینه کوي، حق یې دی؛ ځکه د ده د استازولۍ پر مهال امریکا د جګړې له خټو پښې وایستلې، کنه نو اوس به یې اقتصاد نور هم بېساری رکود کړی ؤ.
ممکن د خلیلزاد دریځ د امریکایي ګټو په رڼا کې ترسیم شوی وي، ځکه امریکا ته په سیمه کې خپلواک افغانستان تر دې ډیر ارزښت لري، چې د کوم زبر ځواک د حاکمیت سیوری پرې پرېوتی وي.
خو پروني یاران یې بیا ځکه دا دریځ ټکوي، چې دوی د لوبې له میدان وتلي او دا مهال له مفشنو موقفونو لرې، په اروپایي هیوادونو کې په خیرنو کالیو کې پر روز مزد اخته دي.
د خلیلزاد ځیني شعوري مخالفین بیا هغوی دي چې د هغو هیوادونو کوړنچ یې له خولې وځي، چې دلته یې یو ډول ګټې خوندي وې.
هغوی چې په آزاده یې د بدخشان سره زر، د پنجشیر زمرد او د هیواد نور ارزي معادن د پاپړو په بیه استخراجول، څنګه به یې ولوریږي چې د ګټو پرونی اغزی ستوني کې خښ پاتې دی، نو خپل د مایوسۍ غږ د ور بلل شویو افغان نما بړیڅو له خولې وباسي.
خلیلزاد که څه هم لا تر دې مهاله یو امریکایي مامور دی او د یوه مشورتي بنسټ مشري هم پر غاړه لري، د ژوند په وروستیو کې باید د هغې رخې جبیره وکړي، چې له امله یې افغانان او افغانستان وکړېدل. نوموړي ته پکار دي، چې له نړیوال کلي سره د افغانستان د سیاسي مشکلاتو د حل او د اقتصادي څلورلاري په توګه د افغانستان د بدلون برخه کې د نړۍ توجه راواړوي.
همدا راز هغه افغان نما سیاسیون چې له هیواده بهر یې پناه وړې، ټولو ته له هیواد او واکمن نظام سره د اتحاد او همدلي مشوره ورکړي، کنه نو کوربه هیوادونه دې وهڅوي څو یې د اخراج بړستنې په لاس ورکړي.
په کور دننه پکار ده چې له نوموړي څخه د هغو سوژو برخه کې ملموسه استفاده وشي، چې د نړۍ سره د سیاسي او اقتصادي تعاملاتو لپاره لار پرانیزي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.