څلورمه برخه

کله چې دوستم په شمال کې خپل نفوذ او څوکۍ پیاوړي کړل او د ۵۳مې پلي فرقې ځواکونه یې په بشپړ ډول د خپل ځان وسیله وګرځول، د نوموړي اصلي څهره او ښکاره جنايتونه د افغانستان خلکو ته روښانه شول.

دوستم د شوروي یرغلګرو او د هغوی د ملېشو تر پراخ ملاتړ لاندې سیمه‌‌ییز قدرت په لاس کې درلوده او په دې موده کې یې د شمال د بې ګناه خلکو او مجاهدینو په ځپلو کې اصلي رول ولوباوه. هغه مجاهدین چې د هېواد د آزادۍ او د ظلم د پای ته رسولو لپاره را پورته شوي وو، د ده د ظلم او بې‌ رحمۍ ښکار شول.

د جوزجان، فاریاب او بلخ ښارونه، ولسوالۍ او حتی لیرې پراته کلي د دوستم او د هغه د ملګرو د ظلم، وحشت او تاوتریخوالي په ډګرونو بدل شول. ګڼ شواهد ښيي چې دوستم په مستقیم امر، د خپلو کسانو په وسیله د صحرايي اعدامونو، شکنجو او جبري کډوالۍ لړۍ پر مخ وړې ده.

په دې موده کې چې د خلکو په سرونو د شوروي پر اشغال سربېره، د دوستم د واکمنۍ تور سیوری خپور و، ګڼ شمېر کورنۍ اړ شوې چې خپل کورونه پرېږدي او نورو سیمو، حتی ګاونډیو هېوادونو ته کډه وکړي.

هغه کډوال چې اوس یې هم د هغې وخت ترخې خاطرې ندي هیرې کړې؛ شپه او ورځ د خپل کور او دوستانو د نه شتون له غم سره ژوند کوي او د هغه مهال وېره یې لا هم په ذهن او چلند کې پاتې ده.

د دوستم کړنې یوازې یو سیمه‌ییز ظلم نه و، بلکې د شوروي د سیاست یوه لویه برخه وه، ترڅو د اشغال او د پردیو د لاسوهنې په وړاندې د شمال د خلکو د اعتراض غږ چوپ کړي. هغه د مسکو وفادار لاسپوڅی، ښی مټ او د سره لښکر د ټولو پوځي او ستراتيژیکو امرونو پلي کوونکی و. د وسلو، لویې بودیجې او پراخو امکاناتو په وسیله یې وکولای شول د شمال لارې او مهم مرکزونه په خپل لاس کې واخلي.

د ده ظلم او بې‌ رحمي ډیر ژر د ټولو په خولو یاده شوه؛ حتی هغه کسان چې له کمونیستي دولت سره یې له پیله هیڅ همکاري نه درلوده، د نوموړي له تاوتریخوالي یې خلاصون و نه مونده. ګڼ شمېر کورنۍ د دوستم د افرادو د شپنیو چاپو او یرغلونو، باج اخیستنو او لوټمارۍ قرباني شوې، ښارونه او کلي تر سختې ویرې او فشار لاندې وو.

په دې موده کې دوستم یوازې د یوه نظامي قوماندان په توګه نه، بلکې د شوروي د اشغال په سیاستونو کې په مهمه مهره او د لاسپوڅي او متزلزل دولت لپاره په پیاوړې ستنه بدل شو؛ هغه دولت چې د ملت په غوښتنه نه، بلکې د اشغالګرو د شومو پلانونو لپاره په دې خاوره کې جوړ شوی و.

شوروي ته د دوستم وفاداري دومره ښکاره وه چې په جلساتو کې به یې آن کوچنۍ پرېکړې هم د مسکو د سلاکارانو په خوښه کولې.

نوموړي د خپلې وسله‌ والې شبکې په مرسته د سرو لښکرو ترڅنګ په شمال کې د مجاهدینو د ځپلو په موخه منظم عملیات کول.

کله به چې د کمونیستي رژیم پر ضد کوم حرکت یا غونډه تر سترګو کېده، د دوستم د ځواکونو له پرله‌پسې بریدونو او تېري سره به مخ کېدل. ګڼ قوماندانان او د مجاهدینو غړي به یا په شهادت رسول کېدل، یا به نیول کېدل او شکنجه کېدل.

په ټوله کې د شمال پر ولسونو د دوستم له ظلم او استبداد چې کوم انځور پاتې دی، د ظلم او وحشت د یوې تورې او بدرنګې څهرې ښکارندویي کوي، هغه خلک چې د آرام ژوند تمه یې درلوده، خپلې ځمکې او کورونه یې پرې ايښي او په کړاو او وېره کې ژوند ته اړ شوي وو.

که هغې ورځو ته لږ په ځیر وکتل شي، دا جوتېږي چې دوستم یوازې یو نظامي قوماندان نه و، بلکې د داخلي لاسپوڅو په لاسونو د افغان ولس د ځپلو یو مُهره او د شوروي اشغالګرو په لاس کې د ظلم او جنايت د عملي کولو یوه وسیله وه.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version