د پرځېدلي جمهوريت د پوهنې وزارت د ليک لوست مرستيال سردار محمد رحيمي په خپله اېکس پاڼه په يوه خپره کړې ويډيو کې د ويانا په غونډه او جبهو توندې نيوکې کوي او دا ډول جريانونه د بهرنيو په ملاتړ روان او له داخلي مشروعيت محروم ګڼي.
نوموړی دغه راز وايي، د ويانا د غونډې ګډونوال د قدرت تږي دي او له هرڅه وړاندې د دې غم ورسره وي، چې که سبا قدرت ته رسېږي بايد خپل سهمونه معلوم کړي.