د پوهنتون رئيس او د اقتصاد وزارت مسلکي مرستيال ډاکټر لطيف نظري د اتريش هېواد په ويانا ښار کې د مقاومت جبهې او ځينو مخالفو مشرانو ناستې ته په اشارې ويلي، چې د مخالفينو ياده غونډه له وړاندې لا له ناکامۍ سره مخ ده او هیڅ ولسي ملاتړ او رضايت نه لري.
ښاغلي نظري دغه راز زياته کړې، چې د ويانا غونډې ګډونوال هېڅ کوم روښانه پلان نه شي نيولای او د افغانستان په تړاو هره بهرنۍ غونډه له ناکامۍ سره مخ ده.
د يادولو ده چې د ويانا غونډه د پرځیدلي جمهوريت د ځينو وزيرانو په ګډون ګڼو نورو مشرانو استخباراتي لوبه، بې معنا کار او پروژه بللې ده.