په تېرو دوو لسیزو کې د جمهوریت پرځېدلي رژیم تل له داخلي او بهرنیو ننګونو سره مخ و. د دې رژیم د سقوط یو له اصلي لاملونو څخه د امریکا په ملاتړ د دې رژیم د مشرانو بې حده باور و.

هغه موضوع چې اوس د جمهوریت د دفاع وزارت پخواني مرستیال شاه محمود میاخېل په یو ضمني اعتراف کې ورته اشاره کړې ده. میاخېل په یوه مفصله مقاله کې چې د یوې رسنۍ لخوا خپره شوې، ټینګار کړی چې حامد کرزي او محمد اشرف غني «د بهرنیو استخباراتي درواغجنو روایتونو له امله، د امریکا پر ملاتړ زیاته تکیه وکړه او باور یې درلوده چې امریکا به هېڅکله له افغانستان څخه و نه وځي، په داسې حال کې چې امریکا له ۲۰۱۴م کال راهیسې په رسمي ډول د وتلو اعلان کړی و».

دا اعتراف په ښکاره توګه ښیي چې د هغه وخت د حکومت سترې او حیاتي پریکړې، د خلکو د غوښتنې او ګټو، واقعیتونو او حقایقو پر بنسټ نه، بلکې د بهرنیو استخباراتو د تحریف شویو معلوماتو او روایتونو پر بنسټ شوې وې.

د جمهوریت په دوره کې جوړ شوي روایتونه د سیمې د هېوادونو له خوا ډیزاین او پیاوړي کېدل. د دې روایتونو موخه د مشهورو شخصیتونو، سیاستوالو او امنیتي مشرانو ترمنځ بې باورۍ رامنځ ته کول وو ترڅو افغانستان یو خپلواک او باثباته نظام ونلري.

د دې اعتراف پر بنسټ، پاکستان د آی‌ایس‌آی په چوکاټ کې یوه پراخه شبکه جوړه کړې وه چې رسنیزې برخې او د پېښور، کراچۍ او کویټه ښارونو څخه اشخاص په کې شامل وو، ترڅو درواغجن روایتونه د عامه افکارو او پخواني حکومت ترمنځ خپاره کړي؛ هغه روایتونه چې وروسته د رسنیو، ټولنیزو شبکو او حتی په حکومت کې د ځینو ټاکل شویو چارواکو له لارې، د واقعیت په توګه منل کېدل.

د حامد کرزي د واکمنۍ په دوره کې او ورپسې د اشرف غني په وخت کې، د ګاونډیو هېوادونو استخباراتو ته نږدې اشخاصو په حکومت، امنیتي بنسټونو او رسنیو کې نفوذ پیدا کړ، ترڅو جوړ شوي روایتونه پیاوړي کړي. همدغه چاره تر هرې بلې چارې زیات د دې لامل شو چې د جمهوریت د رژیم په رأس کې شته کسان تل تر فشار لاندې وي او و نه شي کولی چې د ملي ګټو پر بنسټ خپلواکې پریکړې وکړي.

د جمهوریت د ناکامۍ یو بل لامل د امنیتي او سیاسي بنسټونو بنسټیز ضعف و. د هغه وخت ملي امنیت اداره، له بهرني نفوذ او تخریبي پروژو سره د مبارزې پر ځای، پخپله د فساد او ناتوانۍ لپاره په یوه بستر بدله شوې وه.

په دې موده کې، ډېری هغه مشران چې په لوړو امنیتي پوسټونو کې وو، د هېواد د ساتنې او د بهرنیو دسیسو د مخنیوي پرځای یې خپل وخت د یو بل پر ضد توطیو جوړولو او د شخصي ګټو په تأمینولو مصرفاوه.

په پایله کې ویلی شو چې د جمهوریت سقوط، د هغه نظام طبیعي پایله وه چې د درواغجنو روایتونو، وابستګۍ، فساد او بې کفایتۍ پر بنسټ جوړ شوی و. د دې رژیم مشرانو، د خلکو پرځای په ښکاره فریب او درواغو سره، د بهرني ملاتړ هیله وکړه او د جوړ شویو روایتونو او د بهرنیو استخباراتو د تحلیلونو په جال کې راګیر شول.

همدغې ړندې تړلتيا، دوی د افغان ټولنې د واقعیتونو له درک څخه راوګرځول او بالاخره د دوی پریکړې د ملت پرځای د بهرنیانو په ګټه تمامې شوې.

له بلې خوا، د ګاونډیو هېوادونو سیستماتیک نفوذ او د سیاست او امنیت په برخه کې د رسنیو پراخ فعالیت، د جمهوریت پر بدن درانه ګوذارونه ووهل. کله چې بهرنیانو وکولی شول چې د تبلیغاتي شبکو او نفوذي څېرو په کارولو سره، جوړ شوي روایتونه د حقیقت په ځای څپاره کړي، نو طبیعي وه چې د هغه وخت د مشرانو اراده او خپلواکي نوره هم کمزورې شي.

نن ورځ د جمهوريت د چارواکو له خولې د دې اعترافاتو بیان په ښکاره توګه ښیي: هغه هېواد چې د درواغو، فساد او وابستګۍ پر بنسټ اداره شي، هېڅکله به ثبات او پرمختګ و نه ویني.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version