کله چې په ٢٠١۴ زېږديز کال کې داسې اوازې او ګنګوسې واورېدل شوې، چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ځي او مسؤلیتونه کورنیو ځواکونو ته سپارل کېږي، دولت به د خپلو لګښتونو د پوره کولو وس ونه مومي او له اقتصادي ماتې سره به مخامخ شي، د سیاسي چارو شنونکو، اقتصاد پوهانو او مشاورینو دولت ته سېګنالونه ورکول، خو اورېدونکي یې ونه موندل، مګر خبره هلته غټه شوه، چې له امریکا څخه واورېدل شوه. حامد کرزي هم په بېړه ومنله او خپلو اقتصادي مشاورينو او کارپوهانو ته يې دنده وسپارل، چې په دې برخه کې څېړنې وکړي او هېواد ته غوره اقتصادي تګلاره وټاكي.

دا د هغه وخت خبره ده، چې دې خلکو په افغانستان (۱۴) څوارلس کاله د واک مېچنې چلولې وې، وروسته له یوې نیمې لسیزې دولت د یوې ورځې د پایښت تومنه نه درلوده، شل کاله وروسته هم د یوې ورځې د پایښت نه و. ځینې خلک په دې آند دي، هغه وخت چې «بن» د افغانستان په هکله پرېکړې کولې او د افغانستان له پاره د آزاد بازار یا مارکېټ اقتصادي تګلاره غوره کېده، باید په موضوع هر اړخيز مسلکي او تخصصي بحثونه شوي واى او د افغانستان له پاره د اقتصادي پرمختک داسې تګلاره په پام کې نیول شوې وای، چې زموږ له عيني او ذهني شرایطو سره سمه او د افغانستان د اقتصادي پرمختګ له تېر طبيعي يون سره په ټکر کې نه وای!

هغه کسان چې په هغه وخت کې داسې يوه ستره تاريخي، مسلکي او تخصصي پرېکړه عملي نه بولي، استدلال کوي چې په «بن» کې د جنګي ډلو استازي په اکثریت کې وو، چې د داسې علمي پرېکرو پوهه، وخت، ظرفیت او اراده يې نه درلوده، د جنګي ډلو استازو په هغه وخت کې فقط په يوه شي باور درلود او هغه دا چې د افغانستان د ملکيت شرعي قباله يې اخستې او لکه څنګه چې یې زړه غواړي، هماغسې يې بايد په خپلو کې سره ووېشي.

دوی خپله میلیونران او بیلیونران شول؛ خو یو لوی ولس يې د ماتې له غمجنې وېرې، وزګارتيا، لوږې، نا امنۍ، اداري فساد، جګړې او بیا، بیا مهاجرت سره مخامخ کړ؛ دې ادارې د افغانستان له بزګرانو سره د یو کرنیز هېواد په توګه مرسته ونه کړه، چې بېرته په پښو ودرېږي. تېرو پرله پسې وچکالیو ډېرې ځمکې شاړې کړې، خلکو په ډېرو ځمکو کورونه او کلاوې جوړې کړې، د ګاونډيو هېوادونو کرنيز توکي بازارونو ته راغلل او زموږ د ملي توليداتو د زياتوالي مخه يې ډب کړه، د صنايعو په برخه کې خو هغه څه وشول چې په تاريخ کې نه وو شوي، دولتي او خصوصي فابريكې له کاره ولوېدې، د صنايعو خاوندانو خپلې فابریکې بندې کړې، ماشينونه يې د کباړ په بيه خرڅ کړل او تش انګړونه یې امریکایانو ته د ګدامونو په توګه په کرایه ورکړل، د افغانستان بازارونه د کاونډيو هېوادونو په توليدي مالونو ډک شول او د صنايعو د دولتي ننګې او ملاتړ ټول اميدونه په اوبو لاهو شول.

په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان په اقتصادي اړيکو کې مافيايي کړۍ واکمنې وې، د دولت د مشرانو د کورنيو خلکو د ولسمشر او د هغه د مرستيالانو فهيم او خليلي وروڼو، د تنظيمونو مشرانو او ځينو دولتي چارواکو په بهرنیو قراردادونو، سترو پروژو، غصبي ځمکو او خدماتي سکتور خېټه واچول، په دولتي امکاناتو چور کډ شو، ځينې مېليونران او بیلیونران شول؛ په هېواد کې د قانوني اقتصادي فعاليتونو په ځای غير قانوني انحصار مافيايي کارونو او چور پیاوړی دریځ وموند. دې نویو میلیونرانو د خپلو ګټو د ساتلو له پاره د امنیتي کمپنيو په نامه وسله والې ډلې جوړې او د هېواد امنیت یې له ګواښونو سره مخامخ کړ. دا کمپنۍ نه يواځې دا چې د لویو لارو او کاروانونو امنیت نه شو ساتلی، بلکې د وسلو، معدني موادو، لرګیو او نشه يي توکو په قاچاق کې ښکېل وو او ځانونو ته يې د پیسو د ګټلو په تمه یې ټول هېواد له ورانۍ او تباهۍ سره مخامخ کړی و.

په تېرو شلو کلونو کې افغانستان په يو مصرفي هېواد بدل شو. واردات په بې سارې توګه ډېر شول، صادرات ورو په مخ خوځېدل، خو قانوني ملاتړ یې نه درلود، په همدې موده کې حکومت د دولت د عايداتي سرچينو د ډېريدو او شفافیت په برخه کې پاتې راغی. د دولت په میلیونونو ډالره عوايد د فاسدو چاوراکو او مامورينو له خوا غلا كېدل، د دولت ټولو پرمخ وړونکو اراکینو د چور او مافیا اقتصاد ته په رڼو سترګو کتل او خپله ګټه یې هم په همدې کې لیدل.

اوس د جي۷+ هېوادونو د وزیرانو د شپږمې ناستې په غونډه کې، د پرځېدلي جمهوریت سفیر وحیدالله ویسي د هېواد روان ناورین او څو‌ بعدي بحران ته اشاره کړې او سرپرست حکومت ته یې د اوسني وضعیت د اصلي لامل په توګه ګوته نیولې ده. ویسي کوښښ کوي، چې د خپل بام واوره د بل پر بام واچوي، نوموړی پر لويه او ښکاره موضوع عارفانه تجاهل کوي؛ د جمهوریت له سقوط سره د افغانستان اقتصاد هم سقوط وکړ او خپله هېواد د اقتصاد په نوم څه نه درلودل.

ویسي دغه خبره په داسې حال کې کوي، چې سرپرست حکومت په کمو امکاناتو زیاتو کارونو ته اوږه ورکړې ده، چې په نږدې راتلونکي کې به د کاذب اقتصاد پرځای، د رښتيني او پر خپلو پښو ولاړ اقتصاد څخه برخمن واوسو. ان شاءالله

یادؤنه: په هندوکش‌ غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌ غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version