د پنجشېر ولایت مقام ویاند سیف الدین لټون هندوکش‌غږ ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه ولایت د امنیه قومندان قاري احمد الله بدر په مشرۍ پلاوی د کنړ ولایت زلزله‌ځپلو د لاسنیوي او ژغورنې په عملیاتو کې د ګډون په موخه یاد ولایت ته ولاړ.

ښاغلي لټون زیاته کړې، چې په دغه پلاوي کې روغتیايي کارکوونکي، د عامې روغتیا رئیس، د امنیه قومندانۍ ځواکونه، او رضا کاره ځوانان شامل و، چې په کنړ کې به د شهیدانو د را ایستنې، ټپیانو د درملنې او د ژغورنې په نورو ورته عملیاتو کې ګډون وکړي.

د یادونې ده، چې کنړ کې د وړمې شپې زلزلې له امله د دې ولایت نورګل ولسوالۍ کې خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه واوښتل، چې ورسره سم د اسلامي امارت پر وخت اقدام د خلکو د تود هرکلي سره مخ شوی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version