د ملي دفاع وزیر، مولوی محمد یعقوب مجاهد د امنيتي او تصفيوي چارو مرکزي کمېسيون نوبتي غونډې ته ویلي، چې امنيتي ځواکونه به تر هغه وخته د ولس ترڅنګ وي، څو د خلکو لومړنۍ اړتياوې نه وي پوره شوې.

یاد کمیسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ښاغلي مجاهد په مشرۍ د دې غونډې ګډونوالو د ختيځ زون اړوند ولايتونو وروستۍ زلزلې او اوښتو ځاني او مالي زيانونو په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړې.

د غونډې پر دوام مولوي محمد یعقوب مجاهد د زلزله‌ځپلو غم «ګډ غم» بللی او د امنيتي ځواکونو، ملکي ادارو او ولسونو د ګډو هڅو او خدمتونو ستاينه یې کړې ده.

همداراز په غونډه کې اړونده ادارو ته جدي لارښوونې شوې، څو د بيړنيو مرستو په رسولو کې لا زياته چټکتيا راولي او د زلزله‌ځپلو د ژوند د عادي کېدو لپاره هر اړخيز اقدامات ترسره کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version