د پنجشېر د اوسپنې کان د داوطلبۍ ګټونکي شرکت رییس عبدالوکیل خسرو د پنجشېر ولایت له والي سره په لیدنه کې د یاد ولایت د اوسپنې کان د کیندنې د لومړنیو چارو د پیل په اړه خبرې اترې کړېدي. د پنجشیر والي د یاد شرکت له رئیس سره په لیدنه کې له دې پروژې سره د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی او ټینګار یې کړی، چې د دې کان د تولید پروسس او ویلې کولو چارې باید په همدې ولایت کې ترسره شي. په ورته مهال خسرو یادواري کړې، چې د دې پروژې له پیل سره به د ۸۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ولایت په مرکز او ولسواليو کې پرمختیايي پروګرامونه او ټولنیز خدمات پیل او د دریو کلونو په موده کې به یې پلي کړي. دا پروژه د ۷۰ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د وبایت د مرکز په شمول په پریان ولسوالۍ کې پلې کېږي، چې شاوخوا دوه زره کسانو ته به پکې د کار زمینه برابره شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version