د باندنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي وایي، که د دوحې په جوړېدونکې غونډه کې زمونږ شرطونه په پام کې ونه نیول شي، له ګډون کولو څخه ترې نه ګډون غوره دی.د یاد وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد پر خپله ایکس پاڼه یا ټویټر لیکلي چې متقي دغه څرګندونې نن په کابل کې د روسیې له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره په کتنه کې کړې دي.نوموړي خپل شرطونه په غونډه کې له ملګرو ملتونو سره د معنا لرونکو سلا مشورو فرصت او د افغانستان د استازیتوب مسؤلیت په ښه ډول ترسره کول، یاد کړي دي.ټاکل شوې ده چې د افغانستان په اړه د دوحې غونډه د روانې فبرورۍ میاشتې په ۱۸مه او ۱۹مه نیټه جوړه شي.سرپرست حکومت وایي؛ مونږ خپل شرطونه له نړیوالو سره مخکې له مخکې شریک کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version