د پنجشېر ولايت په حصه اول ولسوالۍ کې د ياد ولايت د اطلاعاتو کلتور رياست د ځوانانو چارو امريت او د ولايت مقام د رسنيو مرکز له لوري د امارت پېژندنې کتاب د اخيستل شوې ازموينې پايلې د يوې غونډې په ترڅ کې اعلان او په لوړو نومرو بريالي زده کوونکي په يو شمېر ډاليو وستايل شول.

د ياد ولايت د مقام د رسنيز دفتر په وينا دغه فکري او علمي ازموينه شاوخوا يوه مياشت وړاندې د پنجشير ولايت د اطلاعاتو کلتور رياست د ځوانانو چارو امريت او د ولايت مقام د رسنيو د دفتر له لوري د ديني مدارسو له سل تنو زده زده کوونکو څخه اخيستل شوې وه.

د پنجشېر ولايت مقام د خبرپاڼې پر بنسټ اعلان غونډې ته مسؤلينو او علماوو په خپلو خبرو کې په ياد ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور رياست د فعاليتونو د هرکلي ترڅنګ وېلي چې د دا ډول ازموينو اخيستل د ځوانانو د علمي او فکري ظرفيت په لوړولو کې مهم دي او په راتلونکي کې بايد دوام پيدا کړي.

خبرپاڼه زياتوي چې د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو د چارو امر عبدالمطلب اميري وېلي، چې په دې ازموينه کې عبدالتميم حقيار لومړى مقام، محمد عاصم او محمد سعدي په ترتيب سره دويم او درېيم مقامونه خپل کړي دي.

همدا راز د ښاغلي اميري په ​​وينا، د ځوانانو چارو امريت له لوري لومړي مقام ګټونکي ته د الفجر ساعت، دويم مقام ته ځيرک موبايل او درېيم مقام ته جامې ورکړل شوې.

د يادونې وړ ده چې واک ته د اسلامي امارت له بيا رسېدو راوروسته د هېواد د نورو سيمو په څېر پنجشېر کې هم پوهنيز او علمي بهير له پخوا څو چنده ښه شوی، ښوونځي بيا رغول شوي، او ډېری علمي او فکري پروګرامونه په لاره اچول کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version