د ټايمز اف انډيا رسنۍ د راپور له مخې سویډن حکومت د دوشنبې په ورځ په لويو ښارونو کې د جګړې, او احتمالي بریدونو نه د ځان ساتنې لپاره بروشرې وېشلې دي، په بروشرو کې یې خپلو اتباعو ته لارښوونه کړې چې څنګه د روسیې له لوري د احتمالي جګړې د پيل لپاره چمتووالی ونیسي.

د راپور له مخې د ۳۲ مخونو دغه رساله( بروشر) چې په انګلیسي او څو نورو ژبو چاپ شوي، سويډن پکې خپلو اتباعو ته د خبرداري سیسټمونو، د هوايي برید پر مهال د پناه اخیستو څرنګوالی، او حتی د رواني او ډیجیټل امنیت په اړه مشورې ورکړې دي. 

همدارنګه په بروشرو کې سويډن حکومت خپلو اتباعو ته ليکلي« موږ په ناڅرګند وخت کې ژوند کوو، اوس مهال زموږ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې وسله والې نښتې روانې دي، ترهګري، سایبري بریدونه، او د ناسمو معلوماتو کمپاینونه زموږ د کمزوري کولو او نفوذ کولو لپاره کارول کیږي او موږ بايد د هر ډول حالاتو لپاره خپل چمتو والی ولرو».

د اوکراين او روسيې د جګړ له پيل راوروسته د اروپا او روسيې ترمنځ تاوتريخوالی وروستۍ کچې ته رسېدلی او د همدې له امله د روسیې او اروپا د جګړې د پيل وړاندوينه کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version