افغانستان په تېرو څو کلونو کې، یا که په دقیق ډول ووایو په وروستیو څلورو کلونو کې، په جدي او همت‌مندانه توګه هڅه کړې چې د اوږد مهاله اشغال او استعمار اغېزې له خپلې څېرې لرې کړي او یو ځل بیا په روښانه او هیله‌منه بڼه د سیمې او نړۍ د تحولاتو او تعاملاتو لړۍ ته ور وګرځي.

شک نشته چې د افغانستان د بې‌ثباتۍ یو له اصلي لاملونو څخه په دې رجال‌خېزې او رجال‌جوړوونکې ځمکه باندې د کوکنارو پراخ کښت او د مخدره توکو د تولید لوی مرکزونه جوړېدل وو، چې د اشغال او جګړې له وضعیت سره یې تړاو درلوده؛ یوه داسې دوره چې په حقیقت کې د یرغلګرو او د هغوی د ملګرو لخوا په نړیواله توګه د افغانستان د بدنامولو او همدارنګه د مخدره توکو د تولید او صادراتو لپاره د افغانستان خاوره د یوې سوداګریزې کروندې په توګه د کارولو لپاره طرحه شوې وه.

دا ټول په ظاهر کې دوه جلا، خو په حقیقت کې یو پلان او طرحه وه؛ هغه طرحه چې هم یې کولای شول افغانستان د اعتیاد تور بازار وښیي او هم د اعتیاد د ریښو له منځه وړلو او د مخنیوي لپاره(چې مخدره توکي دي) مخنیوي کوونکي، یا مغرضانه او ګټه اخیستونکي سیاستونه پلي کړي.

خو اوس وضعیت بدل شوی او د مخدره توکو ستونزه تقریبا سل سلنه کمه شوې ده. همدا موضوع د دې لامل شوې چې دې هېواد ته کتنې مثبت بدلون ومومي، ټول خلک دا بریالیتوب د اوسني حکومت د سمې کارکردګۍ ښکاره نښه وګڼي او له دې حکومت سره د ښو او هیله‌مندانه اړیکو په جوړولو کې لیوالتیا وښيي.

په تېرو څو کلونو کې، کله چې افغانستان په بشپړ ډول هڅه کوله چې په نړیواله کچه خپل رسمي هویت بېرته ترلاسه کړي او د سیمې او نړۍ لپاره د یو پرمختللي او ګټور هېواد اړین معیارونه پلي کړي، په دې ترڅ کې روسیې هېواد چې په نړۍ کې شفافه او اغېزمنه ونډه لري، دې حقیقت ته پام کړی او د افغانستان د په رسمیت پېژندلو په لاره کې یې لومړی ځای نیولی دی. اوس یې هم له افغانستان سره د مهمو سیاسي او اقتصادي اړیکو د ټینګولو په برخه کې لوی ګامونه اخیستي دي.

د ولادیمیر پوتین په تازه مرکه کې چې د «اینډیا ټوډې» ټلویزیوني شبکې سره یې کړې، د افغانستان په رسمیت پېژندلو په اړه یې ښکاره او واضحه اشاره کړې ده او د رسمیت پېژندلو له دلایلو څخه یې د افغانستان اوسني حکومت ته د حقیقت په سترګه کتل او د مخدره توکو د کښت او تولید په کمولو کې د سیاستوالو اغیزمنې هڅې یادې کړل.

که څه هم مخالفینو د پوتین دا څرګند او واضح بیان و نه شوای زغملای او ډېر ژر یې مخالفت ورسره وکړ، خو دا یې هېر کړل چې پوتین د روسیې ولسمشر دی(هغه روسیه چې د نړۍ یو له مهمو هېوادونو څخه ده) او هغه خبره چې نوموړی یې کوي، نه د اټکل او ګومان له مخې ده او نه هم د فشار او تحمیل له مخې، بلکې د سیاسي بصیرت، عقلي لید او د افغانستان له روان وضعیت څخه د منطقي برداشت له مخې ده.

برعکس د تښتېدلو مخالفینو د مخالفت‌آمېزه خبرې چې تل د غرض‌ورزۍ او منفعت‌طلبۍ پر کمزورو او زړو ستنو ولاړې وي او دا مهال د افغانستان د اوسني حکومت د مخالفو هېوادونو له دریځونو سره همغږي دي، له حقیقت یا عینیت څخه یې حتی لږ اندازه هم په وجود کې څه نشته.

هغه څه چې اوسني افغانستان د بیارغونې، ودې او پرمختګ په بېلابېلو برخو کې ښودلي، همدا کار د روسیې د باور د جلب لامل شوی؛ شک نشته چې په راتلونکو څو کلونو کې به د افغانستان رسمي هویت بېرته ورته را ستون شي او نړیوال به د سیمې او نړۍ په کچه د لوړ تاثیر ‌لرونکي افغانستان شاهدان وي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version