‏د ننګرهار ولایت مقام رسنیز دفتر وایي، د ټولګټو چارو وزارت د وړانديز او د رياست‌الوزراء عالي مقام په منظورۍ د جلال اباد-تورخم دويم لين سړک د پاتې چارو د بشپړېدو پروژه منظور شوه.

‏د دې سړک لګښت د واحدې سرچينې له لوري ورکول کيږي، چې ډير ژر به يې په مرکز کې داوطلبي ترسره او چارې یې عملاً پيل شي.

د تورخم-جلال‌اباد دويم لين سړک په جوړېدو سره به د ټرانسپورت او ټرانزيټ په برخه کې ګڼې اسانتياوې رامنځته، ګڼه ګوڼه او ترافيکي پېښې را کمې شي.

د یادونې ده، چې د جلال‌اباد-تورخم دویم لین سړک چارې له کلونو راهیسې نیمګړې پاتې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version