دپوهنې وزارت دښوونې او روزنې د مرستيال مولوي سخاء الله سعيد په مشرۍ پلاوی د پوهنې د وزيرانو په درېيم نړيوال کنفرانس کې د ګډون په موخه د تاتارستان جمهوریت کازان ښار ته په سفر ولاړ.

د یاد وزارت ویاند قاري منصور احمد حمزه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ښاغلی سعید به په دې کنفرانس کې د افغانستان د ښوونيز نظام د څرنګوالي، فرصتونو او ننګونو په اړه تفصيلي وينا وکړي او نړيواله ټولنه به وهڅوي تر څو د افغانستان د تعليمي نظام په کمي او کیفي پرمختيا کې خپل رغنده رول ولوبوي.

ټاکل شوې ده، ياد پلاوی به د کنفرانس په څنډه کې د بيلابيلو هېوادونو د پوهنې له وزيرانو سره هم ليدنې، کتنې ترسره او له هغوی سره به په ښوونيز ډګر کې د دوه اړخيزو همکاريو پر لارو چارو او امکاناتو خبرې وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version