د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) مشر، منظور احمد پښتین، په افغانستان کې پر عامو خلکو د پاکستان پوځي رژیم وروستیو بریدونو ته په غبرګون کې ویلي چې د دغه هېواد پوځ د ترهګرۍ ضد عملیاتو تر نامه لاندې بېساری وحشت او ظلمونه تر سره کوي.
نوموړي ویلي، چې د شمالي وزیرستان د میرعلي تر پېښې وروسته، پاکستاني پوځ د خپلو ناکامو پالیسیو پړه پر ولس اچولې او د عامو خلکو پر کورونو او کلیو یې خونړي بریدونه کړي، چې ښځې او ماشومان یې قربانیان دي.
پښتین دغه بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې دې رژیم په کورمه کې هم خلک له خپلو کورونو او کلیو وتلو ته اړ کړي، چې اوس یې اوسېدونکي ولسونه د پېښور په ښار کې احتجاجي پرلت ته اړ شوي دي.
نوموړي ویلي: «په نړۍ کې هر عاقل انسان درک کولی شي، دا څه چې د پاکستاني ریاست لهخوا روان دي، ترهګرۍ ضد عملیات نه، بلکې په خپله ترهګري ده. ساده ترهګري نه، بلکې د ترهګرۍ تر ټولو ښکاره او وحشیانه بڼه ده.»
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر دغه راز له ټولو پښتنو او بشري حقونو فعالانو غوښتنه کړې چې د کورمې ولسونو د احتجاج ملاتړ وکړي او د پاکستاني پوځ دا ظلمونه وغندي.