شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د پکتیا ولایت په جانيخېلو ولسوالۍ کې د یوه ۳۰ بستریز روغتون نیمګړې چارې له څلورکلن ځنډ وروسته بیا پيل شوې.د پکتیا د عامې روغتیا رئیس ډاکټر معراج ګل عادل رسنیو ته ویلي، چې د یاد روغتون نیمګړې چارې به د شاوخوا ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې شي.ویل شوي چې، د یاد روغتون د جوړېدو چارې څلور کاله وړاندې د ۷۹ میلیونه افغانیو په بودجې پیل او د نامعلومو دلایلو له امله يې چارې نیمګړې پاتې وې.عادل زیاته کړې چې، دا روغتون به په ټولیز ډول ۳۲ خونې ولري، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې د سیمې خلکو ته لازم روغتیایي خدمات وړاندې شي.
ليکوال او شنونکی، دکتور لطف الله خيرخواه: پاکستان دې ګومان نه کوي، چې د بېګناه افغانانو وینه به بېځوابه پاتې شي؛ د هر برید حساب شته او افغانان یې نه هېروي29 جون 2026
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال، مهاجر فراهي: اسلامي امارت به د پاکستاني رژیم بریدونو ته په مناسب وخت کې ځواب ورکړيد اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستیال، حیات الله مهاجر فراهي د پاکستان پوځي رژیم له لوري پر افغان خاورې ترسره شویو بېګانیو هوایي بریدونو ته غبرګون ښودلی.29 جون 2026