د لومړي ځل لپاره له افغانستان څخه د یوې خصوصي تولیدي فابریکې له لورې طبي محصولات اوزبيکستان ته صادر شول.

د مسوولینو په وینا، د یادې طبي کڅوړې ارزښت ۲۵۰ زره امریکایي ډالره ده، چې ټول ټال درې زره کارټنه کېږي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خیرالدین مایل وایي، چې اوس‌ مهال هېواد کې په نړیوالو معیارونو برابر محصولات توليدېږي.

نوموړي له صنعت او سوداګرۍ وزارت غوښتي، تر څو د کورنیو محصولاتو د ودې او بازارموندنې لپاره په نړيوالو نندارتونونو کې د ګډون زمینه برابره کړي.

صنعت او سوداګرۍ وزارت هم له دې مخکې ويلی وه چې افغانستان په ۱۳۳ تولیدي محصولاتو کې ځان بسیاینې ته رسېدلی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version