Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د څلور مېلیارده افغانیو په ارزښت د څلورو پروژو تړونونه لاسلیک شول
    افغانستان

    د څلور مېلیارده افغانیو په ارزښت د څلورو پروژو تړونونه لاسلیک شول

    صابر افغانصابر افغان24 مارچ 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ نن د مالیې، اوبو او انرژۍ وزارتونو، د افغانستان برېښنا شرکت او خصوصي سکتور ترمنځ د شاوخوا څلور مېلیارده افغانیو په ارزښت د څلورو پروژو تړونونه لاسلیک شول.

    له اقتصادي معاونیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د مالیې، اوبو او انرژۍ وزارتونو، د افغانستان برېښنا شرکت او خصوصي سکتور ترمنځ د شاوخوا څلور مېلیارده افغانیو په ارزښت د برېښنا د تولید او ساختماني چارو څلورو پروژو تړونونه لاسلیک شول.

    دغه پروژې د کابل ولایت سروبي ولسوالۍ کې د شاوخوا ۲۳ مېگاواټه لمریزې برېښنا د تولید، د هرات په ولایت کې د دوه سب سټېشنونو جوړول او د ۲۲۰ کیلو ولټ برېښنا مزي غځول، کابل ښار کوټې سنگي ساحه کې د سوداگریز مارکېټ او هلمند کې د سوداگریز مرکز او استوگنې اپارتمانونو جوړول دي.: «پر دې پروژو شاوخوا څلور میلیارده افغانۍ پانګونه کیږي، چې په عملي کېدو سره به یې د هېواد د ملي عوایدو په کچه کې زیاتوالی راشي او سلگونو هېوادوالو ته به کاري فرصتونه برابر شي. د یادونې وړ ده، چې د پانگونې دغه پروژې د پانگونې بین الوزارتي کمېټې او اړوندو ادارو په هلو ځلو سره عملي بڼه پیدا کړې ده.»

    د اوبو او انرژۍ چارسمبالي وزیر ملا عبداللطیف منصور د برېښنا د تولید او ودانیزو پروژو د تړونونو د لاسلیک په مراسمو کې وویل، چې اسلامي امارت د هېواد اقتصاد ته ځانگړې پاملرنه کړې، چې ښه بېلگه یې د اقتصادي معاونیت او د اقتصادي کمېسیون رامنځته کول د اسلامي امارت له لوري د هېواد اقتصاد ته د ځانگړې پاملرنې غوره بېلگې دي.

    د چارو ادارې لوی رئیس نورالحق انور هم له ټولو پانگه‌والو او سوداگرو وغوښتل چې په خپل کې پانگونه وکړي، ځکه اوسمهال په هېواد کې مالیات په ښه شکل لگول کېږي او د ضایع کېدو مخه یې نیول شوې ده.

    د اقتصادي چارو کارپوهان دغه ډول پروژې د هېواد د اقتصادي وضعیت په ښه کېدو کې مهم گڼي له حکومت هیله کوي چې اوږدمهاله پروژې پیل کړي، چې هم به خلکو ته د کار زمینه برابره شي او هم به د هېواد اقتصادي وضعیت ورسره ښه شي.

    مخکینۍ مقالهد تورخم دروازه بیا تړل شوې
    راتلونکي مقاله هلمند د خورماوو بڼونو د جوړولو هڅې روانې دي

    مربوطه لیکنې

    کابل کې د ابوعلي سینا څلور ورځنی ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو

    19 مې 2026

    سبا چهارشنبه د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د اورښتونو اټکل شوی

    19 مې 2026

    پنجشېر کې د ازادې داوطلبۍ له‌ لارې ۱۲۲۰ قیراطه زمرد وپلورل شول

    19 مې 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 19 مې 2026

    امریکا وایي، د مذاکراتو پر مهال د ایران پر تېلو لږېدلي بندیزونه ځنډوي

    د ایران مرکچي پلاوي ته یوې نږدې سرچینې ویلي، امریکایانو ورسره منلې چې د مذاکراتو…

    کابل کې د ابوعلي سینا څلور ورځنی ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو

    19 مې 2026

    سبا چهارشنبه د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د اورښتونو اټکل شوی

    19 مې 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    امریکا وایي، د مذاکراتو پر مهال د ایران پر تېلو لږېدلي بندیزونه ځنډوي

    19 مې 2026

    کابل کې د ابوعلي سینا څلور ورځنی ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو

    19 مې 2026

    سبا چهارشنبه د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د اورښتونو اټکل شوی

    19 مې 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،163 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،099 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،202 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.