‏د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رئیس مولوي مطیع‌الحق خالص نن پنج‌شنبه (د غويي ۲۵مه) د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له مسؤلینو سره کتلي.

د چاپیريال ساتنې د ملي ادارې د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د اقلیمي بدلون، چاپېریالي ستونزو، نړیوالو مرستو د راجلبولو او ګډو همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې شوې دي.

افغانستان کې د (WFP) مسئول هارالډ من‌هارټ د تخنیکي همکاریو پر دوام او همغږۍ ټینګار کړی او ژمنه یې کړې، چې د اقلیم او چاپېریال په برخو کې به له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د لیدنې په پای کې دواړو خواو پر ګډې همغږۍ ټینګار کړی او هوکړه شوې چې د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د نړۍوالو مرستو را جلبولو لپاره به د دواړو ادارو تخنیکي ټیمونه ګډ کار ته ادامه ورکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version